د اسیا په ډیپلوماټیکو اړیکو کې نوی حرکت؛ د شي جین پینګ احتمالي سفر شمالي کوریا ته د نړیوالو پام ځانته اړولی
د اسیا په ډیپلوماټیکو اړیکو کې نوی حرکت؛ د شي جین پینګ احتمالي سفر شمالي کوریا ته
د نړیوالو پام ځانته اړولیبریا نیوز (پنجشنبه ،۳۱ثور ۱۴۰۵)
د سویلي کوریا د چهارشنبې په ناوخته راپور ورکړی، چې د چین د ولسمشر شي جينپينګ ښايي ډېر ژر، احتمالا راتلونکې اوونۍ، د شمالي کوریا سفر وکړي. د راپور له مخې، دا سفر که ترسره شي، نو د اسیا په سیاسي او امنیتي معادلو کې به یو مهم او بې ساری پرمختګ وي
یاد خبري آژانس د یوې لوړپوړې دولتي سرچینې له قوله ویلي، چې د چین د امنیتي او تشریفاتي چارو یو پلاوی په وروستیو ورځو کې د شمالي کوریا په پلازمېنه پیونګیانګ کې حضور درلود، چې دا چمتووالی د احتمالي رسمي سفر نښه بلل کېږي. د بلې دولتي سرچینې په وینا، د شي جینپینګ د سفر امکان د مې میاشتې په وروستیو یا د جون په لومړیو کې ډېر قوي ښکاري
د راپور له مخې، شي جینپینګ چې تېره اوونۍ یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوربهتوب کړی و، هڅه کوي چې د نړیوالو کړکېچونو د کمولو په موخه یو ډیپلوماټیک رول ولوبوي
ویل کېږي چې د هغه له احتمالي سفر سره هممهاله، د چین هدف دا دی چې د واشنګټن او پیونګیانګ ترمنځ د اړیکو د نرموالي لپاره منځګړیتوب وکړي
په همدې راپور کې دا هم ویل شوي، چې چین غواړي د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون او د امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي، څو د کوریا ټاپووزمې په شخړه کې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي
سیاسي شنونکي باور لري، که دا سفر ترسره شي، نو دا به د چین د سیمهییز نفوذ د پیاوړتیا او د اسیا په امنیتي جوړښت کې د نوي توازن د رامنځته کېدو مهم نښه وي. د دوی په وینا، دا ډول ډیپلوماټیک حرکتونه کولای شي د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اړیکو په راتلونکې مسیر ژور اغېز ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?