د افغان کډوالو جبري ستنول؛ د ملګرو ملتونو اندېښنه
بریا نیوز (جمعه ،۱جوزا، ۱۴۰۵)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ستر کمیشنر، د افغان کډوالو د جبري ستنولو د دوام په اړه سخته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا کړنه د نړیوالو بشري اصولو او د کډوالو د ساتنې له قوانینو سره ټکر لري
هغه ویلي، افغانستان لا هم له سخت بشري ناورین، ناامنۍ، لوږې، بېوزلۍ او د بشري حقونو له خراب حالت سره مخ دی، او په داسې وخت کې د افغانانو جبري ستنول به د زرګونو کورنیو ژوند له نورو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړي
نوموړي له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې چې د هر افغان د ژوند او خونديتوب جلا ارزونه وکړي او پرته له پلټنې دې د ایستلو پرېکړه نه کوي. د هغه په وینا، ډېری افغانان داسې حالت لري چې بېرته ستنېدل یې د ژوند او راتلونکې لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان زېږديز کال له پیله تر اوسه نږدې ۲۷۰ زره افغانان، چې ډېری یې له ایران او پاکستانه ایستل شوي، بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي
شنونکي وایي، په هېواد کې د بېوزلۍ، وزګارتیا او د مرستو د کمښت له امله راستنې شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي، او که د کډوالو د جبري ستنولو لړۍ همداسې روانه پاتې شي، نو بشري ناورین به لا پسې ژور شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1669
-
اخبار افغانستان
736
-
مقاله
328
-
سیاست
92
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl