د سیمې ثبات لپاره مهمه ناسته؛ د افغانستان پر وضعیت او پولو خبرې وشوې
بریا نیوز (جمعه ،۱جوزا، ۱۴۰۵)
د ملګرو ملتونو د منځنۍ اسیا لپاره د سرمنشي ځانګړي استازي او د مخنیوي ډیپلوماسۍ د سیمه ییز مرکز مشر، کاها ایمنادزه نن د افغانستان لپاره د تاجېکستان له ځانګړي استازي خسرو صاحبزاده سره مهمه لیدنه ترسره کړې ده
د یوناما د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، د پولو اړوند بدلونونو او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د مخنیوي ډیپلوماسۍ پر ارزښت هر اړخیزې خبرې شوې دي
راپورونه ښيي چې دواړو لورو د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د احتمالي ګواښونو پر مخنیوي او د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. همداراز ویل شوي چې د سیمې هېوادونه هڅه کوي څو د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لارې د هر ډول بې ثباتۍ مخه ونیسي
شنونکي باور لري چې په دې حساسو شرایطو کې د سیمهییزو او نړیوالو استازو دا ډول لیدنې کولی شي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي او د سیمې د اوږدمهاله ثبات لپاره نوې لارې هوارې کړي
افغانستان چې د سیمې د نښلوونکي مرکز حیثیت لري، د امنیت، اقتصاد او سیاسي تعاملاتو په برخه کې د منځنۍ اسیا لپاره ځانګړی اهمیت لري، او له همدې امله د نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو تمرکز لا هم پر دې هېواد راڅرخي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1669
-
اخبار افغانستان
736
-
مقاله
328
-
سیاست
92
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl