د ژغورنې نړیواله کمېټه: په پاکستان کې افغان ماشومان له زدهکړو پاتې کېدو له ګڼو خنډونو سره مخ دي
د ژغورنې نړیواله کمېټه: په پاکستان کې افغان ماشومان له زدهکړو پاتې کېدو له ګڼو خنډونو سره مخ دي
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ماشومان لا هم د قانوني وضعیت د ناڅرګندتیا، له هېواد څخه د اېستلو د وېرې او اقتصادي ستونزو له امله زدهکړو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي
د دغې ادارې د سپټمبر ۱۵مې په راپور کې ویل شوي، چې په بلوچستان کې مېشت افغان کډوالې کورنۍ له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي او د قانوني اسنادو د وضعیت تر څنګ د کور، کار او بنسټیزو خدمتونو په برابرولو کې هم له ستونزو سره مخامخ دي
د راپور له مخې، په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره ښوونځي له استوګنیزو سیمو څخه لرې دي او د کورنیو کم عاید د دې لامل شوی چې یو شمېر ماشومان د زدهکړو پر ځای د کار کولو ته اړ شي
دغه اداره وايي، ډېری افغانې کورنۍ د ورځني مزدورۍ او غیررسمي کارونو له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، چې له امله یې د ماشومانو د زدهکړو دوام هم له اقتصادي ستونزو سره تړلی پاتې دی
د ژغورنې نړیواله کمېټه په بلوچستان کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو لپاره د زدهکړې، روغتیا او خوندیتوب په برخو کې د مرستو پروګرامونه هم عملي کوي. د دغې ادارې په وینا، په چمن، قلعه عبدالله او پښین ولسوالیو کې یې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي
د کډوالو د ستنولو او اېستلو د بهیرونو زیاتېدو هم د افغان کورنیو اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه وضعیت د ماشومانو د زدهکړو پر دوام سربېره، د کورنیو د راتلونکي پلان جوړونې او د بنسټیزو خدمتونو د ترلاسه کولو وړتیا هم اغېزمنوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?