ویاند عبدالقهار بلخي: له امریکا او نورو هېوادونو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکي یو
ویاند عبدالقهار بلخي: له امریکا او نورو هېوادونو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکي یو
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او همکارۍ پراختیا غواړي
بلخي له «سيبياېس» سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ د افغانانو دي او د دغو شتمنیو کنګل پاتې کېدل د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي. نوموړي ټینګار کړی چې د بانکي شتمنیو او په افغانستان کې پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو پر سر به له هېڅ لوري سره معامله ونه شي
د هغه په وینا، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د کارولو اجازه ورنه کړل شي او سرپرست حکومت غواړي له نړیوالې ټولنې سره اړیکې، تعامل او همکاري پراخه کړي
بلخي همداراز ویلي چې په کور کې د نجونو زدهکړه منع شوې نه ده او نجونې کولای شي له خپلو کورونو یا د ښوونکو په مرسته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. نوموړي په دې مرکه کې د نجونو د زدهکړو د اوسني وضعیت په اړه ویلي چې له اووم ټولګي پورته د نجونو د عامه زدهکړو یوه ځانګړې بڼه اوس مهال ځنډول شوې، خو دا د زدهکړې له حق څخه د هغوی د بشپړ محرومیت په معنا نه ده
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر رسمي زدهکړو بندیز لا هم دوام لري او د هغوی د زدهکړو د راتلونکي په اړه نړیوالې اندېښنې مطرح دي. د ملګرو ملتونو په وروستیو ارزونو کې هم د ښځو او نجونو پر زدهکړو او نورو حقونو د محدودیتونو د دوام یادونه شوې ده
بلخي ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت له امریکا سره د اړیکو د عادي کېدو په ګډون، له ټولو هېوادونو سره د رسمي اړیکو او متقابل تعامل لپاره چمتووالی لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?