واشنګټن: د ایران جګړې امریکا ته ۳۸ میلیارد ډالر لګښت اړولی
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا د کانګرس د بودجې د غیرحزبي دفتر د اټکل له مخې، له ایران سره د امریکا د شاوخوا شپږ میاشتني جګړې لګښت تر اوسه نږدې ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او که جګړه روانه وي، دغه لګښت به هره میاشت شاوخوا درې میلیارد ډالر نور هم زیات شي
د راپور له مخې، د دغو لګښتونو لویه برخه د کارول شویو مهماتو او له منځه تللو پوځي تجهیزاتو د بېرته برابرولو، د پوځي الوتنو د زیاتوالي، تېلو او نورو عملیاتي اړتیاوو لپاره مصرف شوې ده
د بودجې دفتر په ارزونه کې ویل شوي چې د جګړې د پراخو عملیاتو له امله د امریکا د مهماتو پر زېرمو فشار زیات شوی او د ځینو مهمو دفاعي توغندیو د زېرمو بېرته بشپړول ښايي څو کاله وخت ونیسي؛ د ځینو توغندیو لپاره د پنځو کلونو موده هم اټکل شوې ده
د امریکا د دفاع وزارت بیا د مهماتو د عمومي کمښت ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې امریکايي ځواکونه د اړتیا وړ مهمات لري. په ورته وخت کې، د امریکا د دفاعي ادارو په ځینو ارزونو کې د مهماتو د زېرمو د کمېدو او د بیا برابرولو د اړتیا یادونه شوې ده
د کانګرس د بودجې د دفتر ارزونه تر دې دمه د جګړې د مستقیمو پوځي لګښتونو په اړه ده او د راتلونکو عملیاتو، د زیانمنو پوځي اډو د بیارغونې او نورو اوږدمهالو لګښتونو ټول احتمالي موارد پکې نه دي شامل
د جګړې د لګښتونو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د امریکا پوځي عملیاتو د انرژۍ پر نړیوال بازار هم اغېز کړی او د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو د لېږد ګډوډۍ د انرژۍ بیې لوړې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?