news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مایک والټز: د کابل واکمنان بهرني وګړي د سیاسي او مالي امتیاز لپاره ساتي

مایک والټز: د کابل واکمنان بهرني وګړي د سیاسي او مالي امتیاز لپاره ساتي

مایک والټز: د کابل واکمنان بهرني وګړي د سیاسي او مالي امتیاز لپاره ساتي

بریانیوزپنجشنبه (۲۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي مایک والټز ادعا کړې چې د افغانستان اوسني واکمنان د امریکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو ځیني وګړي د سیاسي او مالي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره نیسي

والټز ویلي، د ده په وینا، د بهرنیو وګړو نیول د فشار او امتیاز اخیستنې د وسیلې په توګه کارول کېږي. نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د خپلو اتباعو د نیولو او له هغوی څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د کار اخیستلو وضعیت تر ډېره ونه زغمي

د امریکا د استازي څرګندونې په داسې حال کې دي چې واشنګټن د افغانستان پر چارواکو تور لګولی چې د امریکايي اتباعو په ګډون د بهرنیو وګړو د نیولو له لارې سیاسي امتیازونه غواړي. امریکا تر دې وړاندې افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړ کوونکي دولت» په نوملړ کې شامل کړی و

په همدې تړاو، د امریکا حکومت د افغانستان کې د یوه امریکايي وګړي، پاول اووربي، د برخلیک په اړه د معلوماتو لپاره د میلیونونو ډالرو انعام هم اعلان کړی دی. اووربي په ۲۰۱۴ کال کې په خوست کې نادرکه شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي

د افغانستان چارواکو بیا د بهرنیو وګړو د نیولو په اړه د سیاسي امتیاز اخیستنې تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې که کوم بهرنی وګړی د افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې په تور نیول شوی وي، موضوع یې باید د قانون له مخې وڅېړل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto