news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په نورستان کې د طالبانو د څو پوستو د نیولو ادعا شوې

په نورستان کې د طالبانو د څو پوستو د نیولو ادعا شوې

 د آزادۍ جبهې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د متقابل برید پر مهال د څو پوستو د نیولو ادعا کړې ده.

بریانیوز- شنبه، ٤ میزان ١٤٠٥

د طالبانو یوه  مخالف جبهي د آزادۍ جبهې په نوم  د شنبې په ورځ، د میزان په ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په ځینو سیمو کې له سهار راهیسې د دې جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د جبهې په وینا، طالبانو د شنبې په سهار د بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو سره د آزادۍ جبهې پر سنګرونو برید پیل کړ.

دا جبهه وايي چې د دوی کمانډويي ځواکونو د طالبانو څو بې‌پیلوټه الوتکې په نښه کړې او وروسته یې د طالبانو پر پوستو  برید پیل کړ.

د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د دې برید په ترڅ کې یې د طالبانو څو پوستې نیولې او طالبان یې د نورستان د ارندو سیمې او د کامدېش ولسوالۍ له ځینو برخو څخه د کونړ ولایت د ناري ولسوالۍ پر لور شاتګ ته اړ کړي دي.

په همدې حال کې، د کامدېش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بریانیوز ته ویلي چې په سیمه کې د ډزو او جګړې غږونه اورېدل کېږي.

بلخوا، د طالبانو اړوند «حجاز» رسنۍ راپور ورکړی چې په کامدېش ولسوالۍ کې یوه «دسیسه» شنډه شوې ده. دې رسنۍ د جګړې د ښکېلې وسله‌والې ډلې نوم نه دی اخیستی، خو ادعا یې کړې چې د نښتې پر مهال د دغو ډلو لسګونه غړي وژل شوي، ټپیان شوي او یا هم نیول شوي دي.

تر دې دمه طالبانو په رسمي ډول د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د وروستیو نښتو، د خپلو پوستو د نیول کېدو او د تلفاتو په اړه څرګند نظر نه دی ورکړی.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto