ليکوال فهیم شاهين! د ځوانانو خوبونه؛ د ناهیلۍ او هیلو ترمنځ اوږد سفر
(بریانیو جمعه (۲۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
هر ځوان د خپل راتلونکي په اړه خوبونه لري. یو ښکلی کور، د ژوند مناسب امکانات، د خپلې کورنۍ هوساینه او په ټولنه کې یو باعزته ځای؛ دا هغه هیلې دي چې د ډېرو ځوانانو په ذهنونو کې د ژوند له لومړیو کلونو سره یوځای وده کوي
خو د ډېرو ځوانانو لپاره، کله چې د زده کړو پړاو پای ته رسېږي او عملي ژوند پیلېږي، د خوبونو او واقعیت ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي
په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او د کار د محدودو فرصتونو له امله ګڼ شمېر تحصیلکړي ځوانان له فراغت وروسته د دندې په لټه کې پاتې کېږي. ځینې یې له میاشتو او حتی کلونو انتظار وروسته هم داسې فرصت نه مومي چې د خپلو زده کړو او وړتیاوو مطابق ژوند پیل کړي
بېکاري یوازې د عاید نشتوالی نه دی. کله چې یو ځوان، له کلونو زده کړو او هڅو وروسته، ځان بېکاره او بېراتلونکې وویني، نو دا حالت د هغه پر روحیه او ټولنیز ژوند هم ژوره اغېزه کوي. ورو ورو هغه هیله چې د راتلونکي لپاره یې په زړه کې لرله، کمزورې کېږي او د هغې ځای ناهیلي نیسي
همدا ناهیلي هغه پړاو دی چې باید جدي وکتل شي. بېهدفه پاتې کېدل او د راتلونکي په اړه بېباوري کولای شي ځینې ځوانان له ناسمو لارو سره مخ کړي. که د ځوانانو ستونزو ته پر وخت پام ونه شي، د جرمونو، نشهیي توکو او نورو ناوړه پدیدو خطر هم زیاتېدای شي؛ هغه ستونزې چې زیان یې یوازې یوه فرد ته نه، بلکې ټولې ټولنې ته رسېږي
خو د افغانستان ځوان نسل یوازې د ستونزو کیسه نه ده. په دې هېواد کې زرګونه ځوانان شته چې وړتیا، پوهه، انرژي او د بدلون هیله لري. ډېر استعدادونه شته چې یوازې د مناسب فرصت په تمه دي. که د دوی لاس ونیول شي او د کار او زده کړې زمینه ورته برابره شي، همدا ځوانان کولای شي د هېواد د پرمختګ تر ټولو پیاوړی ځواک شي
په دې برخه کې مسؤلیت یوازې د حکومت پر اوږو نه دی. کورنۍ، ټولنه، خصوصي سکټور، ښوونیز بنسټونه او غیر حکومتي ادارې هم باید خپل رول ادا کړي. ځوانانو ته د کار زمینه برابرول، د مسلکي زده کړو پراخول او د هغوی د وړتیاوو ملاتړ کول، هغه پانګونه ده چې ګټه یې په راتلونکې کې ټول هېواد ته رسېږي
ځوانان د هر ملت تر ټولو ستره سرمایه ده. یوه ټولنه هغه وخت پرمختګ کولای شي چې پر خپلو ځوانانو باور وکړي او هغوی ته د خپل استعداد د څرګندولو فرصت ورکړي
نن د افغانستان ځوانان یوازې د مرستې غوښتونکي نه دي؛ هغوی فرصت غواړي، باور غواړي او داسې زمینه غواړي چې خپلې وړتیاوې د خپل ژوند او هېواد د راتلونکي لپاره وکاروي
که موږ د خپلو ځوانانو لاس ونیسو، هغوی ته د پرمختګ لاره هواره کړو او د ناهیلۍ پر ځای د امید فضا رامنځته کړو، نو د افغانستان راتلونکی به بې له شکه روښانه وي
ځکه د یوه ځوان په لاس کې فرصت، یوازې د هغه د ژوند بدلون نه دی؛ بلکې د ټول هېواد د راتلونکي لپاره د امید یوه نوې دروازه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?