کابل : ملا محمد حسن اخند او الکسي اوورچوک د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
(بریانیو جمعه (۲۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د اسلامي امارت رییسالوزرا، ملا محمد حسن اخند، د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک او مل پلاوي سره کتلي دي
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي
ملا محمد حسن اخند په افغانستان کې ټینګ شوی امنیت او ثبات د بهرنۍ پانګونې لپاره ښه فرصت بللی او ویلي یې دي چې په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي
نوموړي همداراز د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه د روسیې له دریځه او په نړیواله کچه د افغانستان د ملاتړ له امله مننه کړې ده
بلخوا، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په افغانستان کې د امنیت او وروستیو پرمختګونو ستاینه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د روسیې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده
اوورچوک همداراز له افغانستان سره د مسکو د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې کابل او مسکو په وروستیو کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2070
-
اخبار افغانستان
1112
-
مقاله
833
-
سیاست
412
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl