فرانسه: د ایران او امریکا ترمنځ د نوې پوځي نښتې احتمال لا هم شته
(بریانیو چهار شنبه (۲۰/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نویل بارو، ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د نوې پوځي نښتې احتمال لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی
بارو د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د جي۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته وویل، که د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي نښتې ګواښ له منځه تللی وای، نو په تېرو دوو ورځو کې به یې له خپل امریکايي سیال، مارکو روبیو، سره پر دې موضوع دومره وخت او انرژي نه وای لګولې
هغه د ایران او امریکا ترمنځ روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د احتمالي پوځي نښتې خطر لا هم په بشپړه توګه پای ته نه دی رسېدلی
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ، تر دې وړاندې ویلي وو چې اوس مهال د ایران پر ضد پراخو پوځي عملیاتو ته اړتیا نشته
د واشنګټن او پاریس د چارواکو وروستۍ څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د راتلونکي او د احتمالي پوځي نښتې په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2063
-
اخبار افغانستان
1107
-
مقاله
832
-
سیاست
412
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl