news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ليکوال فهیم شاهين : بهرنۍ پانګونه؛ د پرمختګ فرصت که اقتصادي اړتیا؟

ليکوال فهیم شاهين : بهرنۍ پانګونه؛ د پرمختګ فرصت که اقتصادي اړتیا؟

ليکوال فهیم شاهين : بهرنۍ پانګونه؛ د پرمختګ فرصت که اقتصادي اړتیا؟

(بریانیو شنبه (۲۳/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

نننۍ نړۍ د اقتصاد او سوداګرۍ له پلوه تر بل هر وخت ډېره سره نږدې شوې ده. هغه هېوادونه چې یو وخت یې یوازې پر خپلو کورنیو سرچینو تکیه کوله، اوس پوهېږي چې د نړیوال اقتصاد له کاروانه ځان بېل ساتل د پرمختګ پر ځای د شاته پاتې کېدو معنا لري پانګه، نوې ټکنالوجي، مسلکي تجربه او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی د اقتصادي پرمختګ مهم بنسټونه دي. خو د دغو امکاناتو برابرول یوازې د کورنیو سرچینو له لارې تل اسانه نه وي. له همدې ځایه د بهرنۍ پانګونې اړتیا او اهمیت راڅرګندېږي کله چې بهرني پانګه‌وال یوه هېواد ته راځي، یوازې خپلې پیسې نه راوړي. هغوی له ځان سره نوې تجربې، عصري ټکنالوجي او له نړیوالو بازارونو سره اړیکې هم راوړي. که له دې فرصت څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي، نو نوې فابریکې او سوداګریزې پروژې رامنځته کېدای شي، د خلکو لپاره د کار زمینه برابرېدای شي او اقتصاد ته نوې ساه ورکول کېدای شي خو بهرنۍ پانګونه، د هرې بلې اقتصادي تګلارې په څېر، دوه اړخونه لري. که یو هېواد روښانه قوانین او پیاوړې اقتصادي تګلاره ونه لري، ممکن د پانګونې اصلي ګټه له هېواده بهر ووځي او کورني صنعتونه له داسې سیالۍ سره مخ شي چې ورسره د مقابلې توان ونه لري همدې حقیقت ته په کتو، د حکومت مسؤلیت یوازې د بهرنیو پانګه‌والو رابلل نه دي. مهمه دا ده چې داسې شرایط رامنځته شي چې پانګه‌وال د پانګونې لپاره ډاډمن وي او په ورته وخت کې د هېواد ملي ګټې، کورني تولیدات او طبیعي سرچینې هم خوندي پاتې شي پانګه‌وال تر هر څه مخکې د یوه هېواد ثبات او د قوانینو وضعیت ته ګوري. سیاسي ثبات، د قانون حاکمیت، روڼ قضایي سیستم او له فساد څخه پاک اداري جوړښت هغه څه دي چې د پانګه‌والو باور پیاوړی کوي برعکس، اوږدې اداري پروسې، پېچلي قوانین او فساد د پانګونې پر وړاندې ستر خنډونه دي. پانګه‌وال عموماً هغه ځای ته ځي چې هلته یې پانګه خوندي وي، د سوداګرۍ قوانین روښانه وي او د ستونزو د حل لپاره عادلانه او چټک سیستم موجود وي له همدې امله، اقتصادي اصلاحات باید یوازې پر کاغذ پاتې نه شي. د سوداګرۍ د پیل او جواز اخیستلو پروسې باید اسانه شي، اداري خنډونه کم شي او ډیجیټلي سیستمونه پراخ شي، څو پانګه‌وال وکولای شي په روښانه او اسانه چاپېریال کې فعالیت وکړي که بهرنۍ پانګونه په هوښیارۍ او روښانه تګلاره مدیریت شي، نو دا به یوازې د پیسو د راتګ وسیله نه وي، بلکې د کارموندنې، د نوې ټکنالوجۍ د انتقال، د صادراتو د پراختیا او اقتصادي ثبات لپاره به یو مهم فرصت وګرځي په پای کې، د بهرنۍ پانګونې بریا یوازې په دې کې نه ده چې څومره پیسې هېواد ته راځي؛ اصلي بریا دا ده چې دا پانګه د خلکو په ژوند کې څومره مثبت بدلون راولي او د هېواد د اوږدمهاله پرمختګ لپاره څومره ګټوره تمامېږي هوښیاره بهرنۍ پانګونه هغه ده چې د پانګه‌والو باور ترلاسه کړي، د ملي ګټو ساتنه وکړي او د هېواد لپاره د پرمختګ نوې لارې پرانیزي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto