امریکا او متحدانو : په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت پای ته ورسېد
امریکا او متحدانو : په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت پای ته ورسېد
(بریانیوزسه شنبه (۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
امریکا او متحدانو یې په عراق کې د داعش پر وړاندې د نړیوال پوځي ائتلاف د ماموریت له پای ته رسېدو سره، له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړی دی
د ائتلاف هغه ټولې پوځي اډې او مرکزونه چې د عملیاتو پر مهال ترې کار اخیستل کېده، د عراق امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي
د چارواکو په وینا، تمه کېږي چې د سپټمبر له ۳۰مې وروسته په عراق کې د نړیوال ائتلاف هېڅ جنګي یا روزنیز ځواک پاتې نه شي. دغه بدلون د بغداد او واشنګټن ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د ائتلاف د پوځي ماموریت د تدریجي پای یوه برخه ده
له ۲۰۰۳ کال راهیسې د امریکا پوځي حضور
په عراق کې د امریکا پوځي حضور په ۲۰۰۳ کال کې پیل شو. امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواده د خپلو ډېری جنګي سرتېرو له ایستلو وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې د داعش د پراخېدو له امله بېرته عراق ته ستانه شول
د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف په عملیاتو کې امریکا او یو شمېر متحد هېوادونه شامل وو. د دغه ائتلاف پوځي عملیات د داعش د پراخې جغرافیایي ولکې د له منځه وړلو په هڅو کې مهم رول درلود
د بغداد سره امنیتي همکاري دوام کوي
د امریکا او عراق ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د هوکړې له مخې، د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت په پړاوونو کې پای ته رسول کېږي
د ائتلاف د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو سره سره، د واشنګټن او بغداد ترمنځ دوهاړخیزې امنیتي اړیکې به دوام ولري. دواړه هېوادونه به د امنیت، دفاع او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د خپلو دوهاړخیزو اړیکو له لارې همکاریو ته دوام ورکړي
د ځواکونو وتل په داسې مهال بشپړېږي چې عراقي حکومت هڅه کوي د هېواد د امنیت د ساتنې مسوولیت په بشپړه توګه خپلو امنیتي ځواکونو ته وسپاري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?