news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هوايي چلند وزارت : له کابل هوايي ډګره په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۱۰۰ کارګو او ګډې الوتنې شوې دي

هوايي چلند وزارت : له کابل هوايي ډګره په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۱۰۰ کارګو او ګډې الوتنې شوې دي

هوايي چلند وزارت : له کابل هوايي ډګره په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۱۰۰ کارګو او ګډې الوتنې شوې دي

(بریانیوزسه شنبه (۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له کابل نړیوال هوايي ډګره نږدې ۱۱۰۰ کارګو او ګډې الوتنې ترسره شوې دي

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې موده کې ۱۱۱ خالصو کارګو الوتنو له لارې څه باندې ۷۵۳۵ ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي

همداراز، په ۹۶۵ مسافروړونکو کارګو الوتنو کې شاوخوا ۱۰ زره او ۳۵۱ ټنه توکي لېږدول شوي چې د هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو پر لورو ترسره شوې دي

د کارګو الوتنو لپاره د فیسونو کمښت

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د هوايي بار وړلو د پراختیا او د سوداګرو د لګښتونو د کمولو لپاره یې د هوايي چلند ځینې فیسونه هم راکم کړي دي

د وزارت په وینا، د هوايي چلند امنیتي فیس له ۱۰۰ ډالرو څخه ۱۰ ډالرو ته او د ځمکنیو خدمتونو فیس له ۹۶ ډالرو څخه ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی

دغه وزارت وايي، د ځانګړو کارګو الوتنو لپاره تر ۵۰ سلنې پورې تخفیفونه هم په پام کې نیول شوي دي

چارواکي تمه لري چې د فیسونو د کمېدو او د کارګو الوتنو د اسانتیاوو له زیاتېدو سره به د هوا له لارې د سوداګریزو توکو لېږد پراخ او د سوداګرو لګښتونه راکم شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto