سرو زروکانونو: ولې سودانیان د خپل ژوند په بیه د سرو زرو کانونو ته ځي؟
(بریانیوزسه شنبه (۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په سودان کې د سرو زرو د کانونو د پرلهپسې نړېدو پېښې د لسګونو کارګرانو د مړینې او ټپي کېدو لامل شوې دي، خو له دې سره سره زرګونه کسان لا هم د خپل ژوند په بیه د سرو زرو د راایستلو لپاره کانونو ته ځي
په دې وروستیو کې د لوېدیځ کردفان ولایت د النهود په سیمه کې د یوه کان پنځه څاهګانې ونړېدې. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي
له دې پېښې یوازې درې ورځې وروسته، د سودان په لېرې ختیځ کې د جبيت سیمې په یوه بل کان کې څاه ونړېده چې له امله یې ۱۲ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شول
دا د کانونو د نړېدو لومړۍ پېښې نه دي
په سودان کې د کانونو د نړېدو لړۍ له دې پېښو وړاندې هم د ګڼو کارګرانو ژوند اخیستی دی
د روان کال په پیل کې د جنوبي کردفان ولایت د ابو جبیهة په سیمه کې د یوه کان د څاه د نړېدو له امله شاوخوا ۱۳ کسان مړه شول
تېر اپرېل د سور سمندرګي په القنب سیمه کې د یوه کان د نړېدو له امله شپږ کسان ووژل شول
همدارنګه، د تېر جون په پای کې د سودان په ختیځ کې د هیا سیمې په یوه کان کې د ځمکې ښوېدو له امله شاوخوا ۵۰ کسان مړه شول
ولې خلک له دومره خطر سره سره کانونو ته ځي؟
په سودان کې زر د عاید او شتمنۍ له مهمو سرچینو څخه دی. د اوږدې جګړې، بېکارۍ، بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله زرګونه کسان د عاید د پیدا کولو لپاره د سرو زرو کانونو ته مخه کوي
د ډېرو کانونو کار له مناسبو خوندیتوب اسانتیاوو پرته ترسره کېږي. کارګران په ژورو او ناپایدارو څاهګانو کې د سرو زرو د موندلو لپاره کار کوي، چې د ځمکې ښوېدو او د څاهګانو د نړېدو خطر پکې لوړ وي
سره له دې چې د کانونو کار د کارګرانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي، خو د عاید نشتوالی او د سرو زرو د لوړې بیې تمه ډېری کسان دې ته اړ کوي چې دغه خطر ومني
د پرلهپسې مرګونو او نړېدلو کانونو لړۍ په سودان کې د کانکیندنې د خوندي کولو، د کارګرانو د خوندیتوب او د کانونو د څارنې په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?