د مالیې وزارت : د وارداتي توکو پر تعرفو د لوړېدو پرېکړه؛ حکومت د کورني تولید د ملاتړ لپاره نوی ګام اخلي
د مالیې وزارت : د وارداتي توکو پر تعرفو د لوړېدو پرېکړه؛ حکومت د کورني تولید د ملاتړ لپاره نوی ګام اخلي
(بریانیوزسه شنبه (۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي، پر یو شمېر هغو توکو به د وارداتو تعرفې لوړې شي چې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېږي چارواکي وايي، د دې پرېکړې موخه د کورني تولید، صنعت، کرنې او مالدارۍ ملاتړ او د کورنیو توکو د بازار پیاوړتیا ده
د مالیې وزارت ویاند مولوي محبالله خطاب ویلي، د وارداتي توکو پر تعرفو د بیاکتنې موخه دا ده چې د کورنیو تولیداتو او صنعتونو لپاره لا ښه زمینه برابره شي
د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مالیې، اقتصاد، عامې روغتیا، کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، او کرنې او اوبو لګولو وزارتونو چارواکو په ګډه ناسته کې د یو شمېر وارداتي توکو د تعرفو د لوړولو پرېکړه کړې ده
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د تعرفې کمېټې په درېیمه غونډه کې شوې ده. چارواکي وايي، په دې پرېکړو کې د کورني صنعت او تولید د ملاتړ ترڅنګ، د کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل هم په پام کې نیول شوی دی
پر کومو توکو تعرفې لوړېږي؟
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې د بېټرۍ، د ودانیزو چارو د رنګونو، له څرمنې او پلاستیک څخه د جوړو شویو پیزارونو، ګچو او پمپرونو په ګډون یو شمېر توکي یاد شوي چې پر وارداتو به یې لوړې تعرفې ولګول شي
د وزارت په وینا، د بېلابېلو توکو لپاره له مخکې ټاکل شوې تعرفې به په نسبي ډول لوړې شي او په ځینو مواردو کې به د تعرفو لوړوالی نږدې ۵۰ سلنې ته ورسېږي
حکومت وايي، د تعرفو د بدلون موخه دا ده چې د بهرنیو توکو د وارداتو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو لپاره هم په بازار کې د سیالۍ مناسب شرایط برابر شي
د تعرفو د لوړېدو پرېکړه په داسې مهال کېږي چې افغانستان د کورنیو تولیداتو د زیاتولو او د وارداتي توکو د اړتیا د کمولو لپاره د صنعت او کرنې د پیاوړتیا هڅې کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?