دوحه: امریکا د قطر السیلیه کمپ تړل د نهو میاشتو لپاره وځنډول
(بریانیوزچهارشنبه (۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو بهیر د نهو میاشتو لپاره ځنډولی دی په دغه کمپ کې له زرو ډېر هغه افغانان مېشت دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال کار کړی و
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې دغه کمپ د چهارشنبې په ورځ، د امریکا د مالي کال له پای سره هممهاله، وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي چې واشنګټن او دوحې د کمپ د فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره پر غځولو هوکړه کړې ده
په السیلیه کمپ کې ټولټال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي. د دوی له ډلې ځینو د افغانستان د جګړې پر مهال له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو او نورو برخو کې د همکارانو په توګه دندې ترسره کړې دي. په کمپ کې د ځینو امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي هم شامل دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کمپ د فعالیت د غځېدو په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې هڅه کوي د کمپ د اوسېدونکو لپاره داسې حللاره ومومي چې د هغوی امنیت خوندي شي او وکولای شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي
د کمپ د تړلو ځنډول په داسې حال کې دي چې د دغو افغانانو د راتلونکي برخلیک او د هغوی د بیا مېشتېدو ځای په اړه له څه مودې راهیسې خبرې روانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1860
-
اخبار افغانستان
985
-
مقاله
788
-
سیاست
372
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl