کابل او بشکېک : د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د افغانستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ او پانګونې پر زیاتېدو او د ګډو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړو پر عملي کولو او د همکاریو لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار شوی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، کابل د شته هوکړو د عملي کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره چمتو دی او اړوند بنسټونه به د ګډو پروژو او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي
په اقتصادي برخه کې د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو پراختیا د دواړو لورو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وه. کابل هڅه کوي له منځنۍ اسیا هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي
په سیاسي برخه کې هم دواړو لورو د اړیکو پر دوام او د لوړپوړو چارواکو د تګ راتګ پر زیاتېدو ټینګار کړی دی. د قرغیزستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب موضوع هم د خبرو له برخو څخه وه او متقي په دې برخه کې د متقابل ملاتړ غوښتنه کړې ده
د کابل او بشکېک ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د دغو خبرو عملي پایلې به تر ډېره د شوې هوکړو د پلي کېدو، د سوداګرۍ د زیاتېدو او د ګډو پروژو د عملي کېدو له څرنګوالي سره تړاو ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?