news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان: د مکې پر لور هر ډول ګواښ نه‌بښل کېدونکی جرم دی

افغانستان: د مکې پر لور هر ډول ګواښ نه‌بښل کېدونکی جرم دی

افغانستان: د مکې پر لور هر ډول ګواښ نه‌بښل کېدونکی جرم دی

بریانیوز جمعه (۲۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مکې مکرمې ته نږدې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید د ادعا شوې هڅې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او هر هغه اقدام یې په کلکه غندلی چې د دوو سپېڅلو جوماتونو امنیت او حرمت له ګواښ سره مخ کوي

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د مکې مکرمې او مدینې منورې پر سپېڅلو ځایونو هر ډول ګواښ «نه‌بښل کېدونکی جرم» دی او باید په کلکه وغندل شي

نوموړي ویلي، دوه سپېڅلي جوماتونه د ټولې اسلامي نړۍ ګډ مقدسات دي او امنیت، حرمت او تقدس یې باید د هر ډول جګړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وساتل شي

د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د دغو سپېڅلو ځایونو پر وړاندې هر ډول ګواښ د مسلمانانو احساسات ژور زیانمنوي او په سیمه کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ لامل کېدای شي

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې سعودي چارواکو وویل، د مکې مکرمې په جنوب کې یې یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې شنډه کړې چې د ښار ممنوعه هوايي حریم ته ننوځي. حوثیانو بیا د مکې یا نورو اسلامي سپېڅلو ځایونو د هدف ګرځولو ادعا رد کړې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto