بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د زدهکړو پنځه کلن محرومیت د یوې نسل راتلونکی اغېزمن کړی
بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د زدهکړو پنځه کلن محرومیت د یوې نسل راتلونکی اغېزمن کړی
بریانیوز جمعه (۲۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د بښنې نړیوال سازمان وايي، پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنۍ او لوړو زدهکړو څخه محرومې دي او د زدهکړو دوام ته یې د لاسرسي محدودیتونو د یوې لویې نسل د راتلونکې او هیلو پر وړاندې جدي اغېز کړی دی
دغه سازمان د افغان نجونو د زدهکړو د پنځه کلن بندیز د کلیزې په مناسبت ویلي، د زدهکړو له حق څخه د میلیونونو نجونو محرومېدل د دوی پر ژوند، راتلونکو فرصتونو او شخصي هیلو ژور اغېز لري
د معلوماتو له مخې، افغان نجونې له ۲۰۲۱ کال د سپټمبر راهیسې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زدهکړو څخه منع دي. ښځې او نجونې هم له ۲۰۲۲ کال د ډسمبر راهیسې پوهنتوني زدهکړو ته د تګ اجازه نه لري
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، سره له دې محدودیتونو، یو شمېر افغان نجونې لا هم د زدهکړو د دوام لپاره بدیلې لارې لټوي او ځینې یې له انلاین زدهکړو، پټو ښوونیزو پروګرامونو او نورو لارو ګټه اخلي
د ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ هم ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د زدهکړو دوامدار محدودیتونه د نجونو پر راتلونکې سربېره، د افغانستان پر روغتیايي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ هم اوږدمهاله اغېزې لرلی شي
د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو د حق د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?