news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هند: نړۍ دې د افغانستان نوی واقعیت ومني او تعامل دې زیات کړي

هند: نړۍ دې د افغانستان نوی واقعیت ومني او تعامل دې زیات کړي

هند: نړۍ دې د افغانستان نوی واقعیت ومني او تعامل دې زیات کړي

بریانیوز جمعه (۲۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 هند له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان اوسنی وضعیت په پام کې ونیسي، د دغه هېواد په اړه خپله تګلاره بیا وارزوي او له کابل سره خپل تعامل زیات کړي

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پارواټانني هریش د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم «ډېر کړکېچن» دی او نړیواله ټولنه باید د افغانانو د ستونزو د کمولو لپاره له دغه هېواد سره خپل تعامل پراخ کړي

هریش ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه باید داسې لارې چارې غوره شي چې د مثبتو اقداماتو لپاره هڅونه رامنځته کړي. د نوموړي په وینا، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اوسني واقعیت له مخې خپلې تګلارې او د تعامل لارې تنظیم کړي

هغه ویلي، له افغانستان سره پراخ او رغنده تعامل کولای شي د بشري او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره زمینه برابره کړي او د دغه هېواد د ثبات په برخه کې هم اغېز ولري

د هند استازي په داسې حال کې د نړیوالې ټولنې د تګلارې د بدلون غوښتنه کړې چې افغانستان لا هم له پراخو بشري، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی او د نړیوالې ټولنې او کابل ترمنځ د تعامل څرنګوالی د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دی.

هریش ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت باید یوازې د امنیتي موضوعاتو له زاویې ونه کتل شي، بلکې د بشري اړتیاوو، اقتصادي ستونزو او د افغانانو د راتلونکي په اړه هم باید عملي اقدامات په پام کې ونیول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto