news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایچ‌ آی‌ وي : افغانستان کې د ایچ‌ آی‌ وي ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي

ایچ‌ آی‌ وي : افغانستان کې د ایچ‌ آی‌ وي ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي

ایچ‌ آی‌ وي : افغانستان کې د ایچ‌ آی‌ وي ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي

بریانیوز جمعه (۲۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې د ایچ‌ آی‌ وي یا اېډز لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي

د معلوماتو له مخې، له دې شمېرې څخه ۸۶ پېښې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي، چې د هېواد په کچه د ایچ‌ آی‌ وي د پېښو د دوام په اړه اندېښنې زیاتوي

د ایچ‌ آی‌ وي ناروغي د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او که پر وخت تشخیص او درملنه یې ونه شي، د اېډز مرحلې ته رسېدای شي. روغتیايي متخصصان د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي، وختي تشخیص او درملنې ته پر پراخ لاسرسي ټینګار کوي

د تېر کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان له ایچ‌ آی‌ وي سره ژوند کوي

روغتیايي برخې ته د ایچ‌ آی‌ وي د نوو پېښو زیاتېدل یوه جدي ننګونه بلل کېږي، ځکه د ناروغۍ د مخنیوي او درملنې ترڅنګ د خلکو پوهاوي او د ناروغانو د ملاتړ لپاره هم دوامدارې هڅې اړینې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto