news اخبار فوری
clock

خواجه محمد اصف: پاکستان غواړي له افغانستان سره ټول اختلافات دایمي او سوله‌ييز ډول حل کړي

خواجه محمد اصف: پاکستان غواړي له افغانستان سره ټول اختلافات دایمي او سوله‌ييز ډول حل کړي

 

اسلام‌اباد – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د ټولو شخړو او اختلافونو د حل لپاره د خبرو، تفاهم او متقابل باور لاره غوره ګڼي، او غواړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د سولې او ثبات پر بنسټ ټینګې شي

هغه دا څرګندونې د دوشنبې په شپه (د تلې ۲۸مه / د اکتوبر ۲۰مه) د یوه خصوصي تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې، او زیاته یې کړه چې اسلام‌اباد د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د احتیاط، درناوي او ګډ تفاهم سیاست تعقیبوي 

د دفاع وزیر د قطر او ترکیې منځګړیتوب وستایه او ویې ویل: 

د دوحې د هوکړې له لارې د قطر او ترکیې رول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړې، او پاکستان د دوی دا هڅې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ارزښتمنې بولي

اصف ټینګار وکړ چې د پاکستان دریځ د جګړې نه، بلکې د خبرو، همکارۍ او اعتماد د فضا د جوړولو دی.

هغه وویل:

"موږ باور لرو چې د ګډو هڅو او رښتینې همکارۍ له لارې کولای شو د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او امنیت لپاره یو نوی فصل پرانیزو 

د نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي تګ‌راتګ، سوداګرۍ او امنیتي اندېښنو په اړه لانجې لا هم پر خپل ځای پاتې دي

خو سیاسي شنونکي وايي، د خواجه محمد اصف وروستي څرګندونې د دې نښه ده چې اسلام‌اباد غواړي له کابل سره اړیکې له تاوتریخوالي او بې‌باورۍ نه، بلکې د تفاهم او همکارۍ پر بنسټ بیا تنظیم کړي — یو هغه بدلون چې د ټولې سیمې د سولې لپاره ډېر اهمیت لري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto