د تورخم بندر د بندېدو له امله د افغانستان صادراتي مېوې او سبزي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي، او خلکو پاکستان تورن کړی چې د تګ راتګ لاره د سیاسي فشار وسیله ګرځوي
د تورخم دروازې دوامداره بندښت د خلکو، سوداګرو او ناروغانو لپاره د زغم له بریده وتلې ستونزې رامنځته کړې دي. د سرحد دواړو غاړو وګړي وایي، دا وضعیت د ژوند پر هر اړخ ناوړه اغېز کړی او د زرګونو افغانانو ورځني عایدات یې له منځه وړي دي
ننګرهار – د تورخم دروازې پرلهپسې بندېدو د افغان سوداګرو، موټروانانو او عامو وګړو زړونه ماتو کړي دي. دوی وایي، له څو ورځو راهیسې یې توکي، بارونه او حتی ناروغان د سرحد دې غاړې ته بند پاتې دي او هېڅوک د ستونزې د حل لپاره ګام نه پورته کوي
یو سوداګر چې تازه مېوې یې د پاکستان بازار ته لېږلې وې، وايي:
زموږ د مېوو لسګونه ټنه بار د لمر لاندې ولاړ دی. دا هره ورځ زرګونه افغانۍ تاوان دی. که دروازه ژر خلاصه نه شي، زموږ ټول زیان نه جبران کېږي
د موټرو چلوونکي هم ورته شکایت لري. یو تن چلوونکی وايي
موږ درې ورځې کېږي دلته ایسار یو، د خوب ځای نه لرو، د خوړو کمی شته.
دا دروازه دې سیاست ته نه کاروي، ځکه زیان یې عام ولس ته رسېږي
اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې د تورخم تګلاره د افغانستان د سوداګرۍ د زړه حیثیت لري، او هر ځل یې تړل د سوداګرۍ بهیر، بیو ثبات او د خلکو پر ورځني ژوند ژوره اغېزه کوي
د شنونکو په وینا، دواړه هېوادونه باید د خبرو اترو له لارې د باور فضا رامنځته کړي، ځکه د بندرونو د تړلو سیاست نه یوازې اقتصادي ستونزې زیاتوي، بلکې د خلکو تر منځ د باور فاصلې هم پراخوي
اوس د زرګونو افغانانو غوښتنه دا ده چې د تورخم دروازه دې د انسانیت، سوداګرۍ او ګډو ګټو په نوم خلاصه شي، نه د سیاسي فشارونو د لوبو په نوم وتړل شي.