news اخبار فوری
clock

د ملي باور د له منځه وړلو او د حزب اسلامي افغانستان سره سیستماتیک تقابل

د ملي باور د له منځه وړلو او د حزب اسلامي افغانستان سره  سیستماتیک تقابل

د ملي باور د له منځه وړلو او د حزب اسلامي افغانستان سره  سیستماتیک تقابل؛ د اسلامي امارت په کورنیو سیاستونو کې یو خطرناک پروژه

«تخریب اعتماد ملی و تقابل سازمان یافته با حزب اسلامی افغانستان؛ پروژۀ خطرناک در بطن سیاست داخلی امارت اسلامی»

لیکوال: مختار مبارز

بریانیوز) یکشنبه، ۱۳جدی ۱۴۰۴ (د افغانستان او نورو هېوادونو تاریخي تجربو ثابته کړې چې د هر نظام سقوط اکثر وخت له دننه پیلېږي، هغه مهال چې بدنامي، بې‌باوري، او د ملت او حاکمیت ترمنځ ژور واټن رامنځته شي. د دې بدنامۍ اساسي لامل د هغو اشخاصو او کړیو حضور دی چې نه یې د ولس درد حس کړی، نه یې د خلکو له قربانیو سره شریکتیا لرلې او نه هم دیني، ملي او انساني ارزښتونو ته وفادار پاتې شوي دي.

دا هغه کسان دي چې د هېواد د ازمېښت او ایثار په ورځو کې له هېواده بهر، د زراندوزۍ، شخصي تجارتونو او شخصي ګټو په لټه کې وو، خو کله چې د قدرت، امتیاز او موقف د وېش نوبت راغی، له درواغجنو شعارونو، مصنوعي دیني څېرو او غولوونکی ژبو سره میدان ته راښکاره شول او د مظلوم ملت پر اوږو سپاره شول.


دغه کسان نه له ملت سره د خواخوږۍ احساس لري او نه له نظام سره ریښتینی اخلاص. دوی ته له مخکې ټاکل شوي پلانونه ورکړل شوي چې باید تطبیق یې کړي. دا پلانونه اکثر د دین، عمامې، ږيرې او تبلیغ تر نامه لاندې عملي کېږي، خو په باطن کې د نظام د بنسټونو کمزوري کول او د ملي اعتماد تخریب یې اصلي هدف دی.

له پیل څخه دا خبره واضحه وه چې دا کسان واک ته د رسېدو لپاره نه دي راوستل شوي، بلکې دنده ورکړل شوې چې د نظام او ملت، د حاکمیت او خلکو، او په ځانګړي ډول د مجاهدینو د مطرحو څېرو ترمنځ فاصله ایجاد کړي، او دا فاصله عمداً تر دښمنۍ او مستقیم تقابل پورې ورسوي — له هغو شخصیتونو سره چې ملت یې د جهاد، فداکارۍ او استقلال سمبول ګڼي.

دا پدیده نه نوې ده او نه هم یوازې یوه ځانګړې دوره پورې محدوده ده. دافغانستان په پخوانیو نظامونو کې هم داسې کسان ګمارل شوي وو چې همدا مأموریت یې درلود، او نن، له بده مرغه، د اسلامي امارت په چوکاټ کې لا په زیاته کچه موجود دي.

د دغو کړیو وروستی هدف دا دی چې نوی جوړ شوی امارت د کورنیو اختلافونو ښکار کړي، دا له ولس، جهادي جریانونو او اغېزناکو څېرو سره مخامخ کړي، او بالاخره افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو د ورانوونکې بلا پر لور بوزي. دا هماغه سناریو ده چې د امارت په لومړۍ دوره کې هم عملي شوه، چې پایله یې ناکامي، سقوط او د اشغالګرو هیوادونو د مداخلې دروازې پرانستل وې.

په دې منځ کې، د افغانستان اسلامي حزب او د هغه مجاهد مشر، محترم ګلبدین حکمتیار، یو ځانګړی او مهم ځای لري. حکمتیار یواځې یو عادي سیاسي شخصیت نه دی، بلکې هغه څېره ده چې نه یوازې په افغانستان، بلکې د اسلامي امت او حتی د نړیوالو معادلو په سطحه پېژندل شوې ده. 

په معاصرو زمانو کې، اسلامي امت په انکار نه کېدونکي ډول د افغانستان د اسلامي حزب د آزادۍ غوښتونکي مبارزو او سپېڅلي جهاد پوروړی دی. هغه جهاد چې د اسلام د دښمنانو توطیې یې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې شنډې کړې، د نړۍ بڼه یې بدله کړه او اسلامي امت یې له هغې سترې فاجعې وژغوره چې د اسلام د دښمنانو لخوا طرحه شوې وه.


د افغانستان اسلامي حزب نه ستړې کېدونکې جهاد او مبارزې، او د هغه د مؤمنو او صادقو و مجاهدینو قربانۍ، د قدرت غوښتنې او حاکمیت د لالچ لپاره نه وې؛ بلکې د دې لپاره وې چې دا ستر الهي امانت – یعنې د ځمکې قیادت او سیادت – د الله صالحو بندګانو ته وسپارل شي، او انسانان د طاغوتونو له بندګۍ خلاص شي.

د دې حزب فکري فلسفه پر دې اصل ولاړه ده چې باید د الله نظام، د الله پر ځمکه نافذ شي؛ د ظلم، خودغرضۍ، ځان لوړ ګڼلو، پر نورو د خپلې رایې او ارادې د تپلو، د بشر د حقونو تر پښو لاندې کولو او د ملتونو د غلام ګڼلو بساط ټول شي، او د قرآن کریم او د رسول الله (ص) د سنتو پر بنسټ د عدل الهي نظام قائم شي.

که نن د افغانستان اسلامي حزب او دهغه مدبر امیر د منافقینو، طاغوتیانو، پخوانیو کمویستانو او ننی سیکولرانو او د ختیځ او لویدیځ فرعوني ځواکونو د سترګو خار ګرځېدلی، نو علت یې بل هیڅ نه دی، پرته له همدې اصولي، روڼ او د استعمار ضد دریځ څخه.


د شوروي اتحاد پر ضد سپېڅلی جهاد، چې د همدې حزب په مشرۍ پیل شو او د افغانستان ټول مؤمن ملت پکې شریک و، د شوروي اتحاد پر ړنګېدو پای ته ورسېد او د الحاد کمونستي نظریه یې د تاریخ له زباله‌دان سره مخ کړه.

تر هغه وروسته هم، د توطیو او تحمیلي کورنیو جګړو پر ضد، چې د امریکا، پاکستان، ایران، روسیې، سعودي عرب، فرانسې، انګلستان او نورو لخوا یې قومانده ورکول کېده، ودرېدل یو روڼ هدف درلود: د دې مخنیوی چې حزب اسلامي مخلصو مجاهدینو په مشري په کابل کې د ریښتیني اسلامي نظام اقامه و نه کړي.

په ۱۳۸۰لمریز کال/۲۰۰۱میلادی کې، چې هېواد د ناټو د ځواکونو له‌خوا د امریکا او انګلستان په مشرۍ اشغال شوی و، هغه مهال چې ډېرو ډلو یا تېښته تر پاتې کېدلو غوره وګڼله، یا د لوېدیځو اشغالګرو تر څنګ ودرېدل او د څو ډالرو او چوکیو په بدل کې یې د هېواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه نړیوال ائتلاف ته وپلورل، دا یواځې د حزب اسلامی افغانستان او د هغه مخلص او صادق مجاهدین وو، چې د هېواد په هر ګوټ کې د اشغال پر وړاندې ودرېدل او د خپل توپک مرمۍ یې د ملت اصلي دښمنانو ته ونیولې.


همدا دلیل ده چې نن هم، کله چې د دې حزب مشر د امیر د ټاکنې طریقې، صحرايي محکمو، غیر مشروع مالیاتو، د خلکو د کورونو ویجاړولو، د نجونو او ښځو پر مخ د تعلیم او تربیې د دروازو تړلو (چې د دوی شرعي حق دی)، له ګاونډیانو سره د ناسالمو اړیکو او له نړۍ سره د نامتوازنو روابطو په اړه نظر څرګندوي، نو دا خبرې د دښمنۍ له دریځه نه دي، بلکې دا د دینی، ملي او تاریخي رسالت ادا کول دي.

سره له دې ټولو، هغه څه چې ژوره اندېښنه راپاروي، هغه منظم پروژه ده چې د نظام له دننه او د افغانستان له بهر څخه د افغانستان د اسلامي حزب د تدریجي حذف او د محترم حکمتیار د هېواد پرېښودو لپاره تعقیبېږي. د ایمان جومات، د حزب دفتر او د حزب رهبر باندې ترهګریزه حمله، هغه برید و، چې حتا بهرني ادارې یې د پېښې له امکان نه خبر وې، او هدف یې د رهبر فزیکي له منځه وړل یا لږ تر لږه د هغه اړ ایستل چې هېواد پرېږدي، و.


له هغې وروسته، د جایدادونو مصادره، د روغتون، جومات، کور او د حزب د دفترونو تړل، د ایمان جومات د حق منبر چوپول او د لیدنو کتنو سخت محدودول، دا ټول د یوې واحدې کړۍ حلقې دي.

د لوړپوړو مجاهدینو د حکمتیار له لیدو نه منع کول، د درملنې لپاره د سفر حق اخیستل په یو له لویو اسلامي هېوادونو کې، او پرله‌پسې فشارونه، دا ټول دا ښيي چې هدف یوازې محدودول نه‌دی، بلکې د هغه روحیه ماتول، منزوي کول، او بالاخره د هېواد پرېښودو ته اړ کول دي.


دا پروژه په یو وخت کې له دوو لارو پر مخ وړل کېږي؛ له یوې خوا د امارت دننه ځینې حلقې چې د دې دنده ورکړل شوې، او له بلې خوا بهرني استخباراتي مرکزونه، چې د حکمتیار په څېر د یو بیداره، تجربه‌لرونکي، ضد استعماري او رېښه‌لرونکي شخصیت شتون د خپلو برنامو د تطبیق پر وړاندې لوی خنډ ګڼي.

په دې منځ کې، د حکیم شرعي په څېر اشخاص د دې پروژې د اجرایي وسیلو په توګه راڅرګندېږي. یو داسې څوک چې پخوا کمونیستي سابقه لري، بیا د شراو فساد په لومو کې لوېدلی او وروسته امارت ته ورګډ شوی دی. له ټاکنې راهیسې تر ننه، ده د ملت او افغانستان په ګټه هېڅ مثبت کار نه‌دی کړی.


د هغه کړنې شخصي، له عقدې ډکې، د سلیقې پر بنسټ ولاړې او د امارت، ولس او جهادي حرکتونو ترمنځ د اړیکو خرابولو په موخه دي. جعلي مرکو، پر رسنیو او ولس برید، د جهاد او د افغانستان د ازادۍ د رهبر پر کورنۍ توهین، او هڅه چې خپل ځان سپین کړي، دا ټول له هغه ناکامې هڅې پرته بل څه نه دي، چې غواړي خپل مالي او استخباراتي فساد پټ کړي، خو ورو ورو یې بوی ټولنې ته رسېږي.

د بحث نتیجه

د دې بهیر دوام به افغانستان یو ځل بیا د یو کور ورانوونکي بحران پر لور بوزي. د واک انحصار، استبداد، پر ولس د خپلې رایې او قبیلې تحمیل، د تعلیم دروازې تړل، فرمایشي مقررۍ، د خلکو کورونه ورانول، ظالمانه مالیات وضع کول، د عدالت په تطبیق کې تبعیض، اداري او اقتصادي فساد، دا ټول هغه عوامل دي چې د هر نظام بنسټونه له دننه زېږوي.

د افغانستان تاریخ ښودلې چې جاسوسي، له پردیو سره معامله، او د شهیدانو له وینې سره خیانت هېڅ پایله نه لري پرته له رسوایۍ، بربادۍ او د ولس ابدي کرکې.

په پای کې باید په وضاحت وویل شي، چې د افغانستان ژغورنه او د اسلامي امارت بقا د یوه جدي تصفیې پورې تړلې ده، له لوړ مقامه تر ټیټه کچه باید لیکې پاکې شي. بد سابقه، د پردیو مامورین، د مجاهدینو دښمنان، او هغه کسان چې له ولس سره د رحم احساس نه لري، ایستل یې یوه دیني، ملي او تاریخي اړتیا ده.

که دا تصفیه ترسره نه شي، د تلخې ماضي تجربې به بیا تکرار شي، هم ولس او هم نظام به درنه تاوان ورکړي. الله تعالی بالاخره فاسدین خوار او رسوا کوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د دین له نومه، د ظاهري قال قال په واسطه غواړي له اسلام، جهاد او د ولس له ارزښتونو سره دښمني وکړي. دا د الله سنت دی او هېڅکله نه بدلېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط QVlOgWrYDIfHDjdHPckaV

    BCJJStVPFgxHovqcuKHjIb

    quoto
  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto