ننګرهار – د خوګیاڼو ولسوالۍ په نکړخېلو سیمه کې د تېرې شنبې په ورځ د اوبو پر سر د دوو قومونو تر منځ د لاریون پر مهال تاوتریخوالی رامنځته شو، چې له کبله یې د شېرزادو ولسوالۍ د استخباراتو مدیر قاري انعام الله د قوم په مشر ملک جمعه خان ډزې وکړې او نوموړی ساه ورکړه. په دې پېښه کې اووه نور کليوال هم ټپیان شو
د پېښې د شاهدانو په وینا، قاري انعام الله د واک څخه ناوړه استفاده کړې او د پخوانۍ شخړې په بنسټ یې پر لاریونوالو ډزې کړي، او مرکزي چارواکو ته یې دغه لاریون د «بغاوت» په توګه راپور ورکړی دی
د معلوماتو له مخې، هڅه شوې وه چې پېښه په سیمه کې پټه وساتل شي، خو د خبرونو خپرېدو وروسته موضوع کابل ته هم رسیدلې ده. ټاکل شوې په دې ورځو کې د کابله پلاوی هم خوګیاڼو ولسوالۍ ته ولاړ شي ترڅو د پېښې د څېړنې لپاره اقدامات وکړي
خو د کليوالو په وینا، د ننګرهار ولایت د طالبانو د والي مرستیال مولوي مصطفی په مشرۍ، د امر بالمعروف، د علماوو شورا، قومندانۍ او د استخباراتو استازو څخه جوړ پلاوی په کليوالو فشار راوړي، چې قاري انعام الله ته بښنه ورکړل شي. د کليوالو په خبره، دغه ډلې ته ځینې چارواکي لکه د عامې روغتیا رئیس ملا امین هم شامل دي، چې د قومي اړیکو پر بنسټ هڅه کوي پېښه د قاتل په ګټه پای ته ورسوي
کليوال وايي: «دا یوه مافیايي ډله ده چې د قانون څخه پورته عمل کوي او د خلکو ژوند ته جدي ګواښ رامنځته کوي
په داسې حال کې چې د پېښې غبرګونونه پراخ شوي، د سیمې خلک له مرکزي پلاوی غواړي، چې د عدالت تامین وکړي او د خپلو حقونو لپاره د زور او فشار څخه ډډه وکړي