په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي او سياسي شخړو له امله اړیکې تر يو حده ترینګلې شوې، چین اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو د اختلافاتو د هوارۍ لپاره د منځګړيتوب او رغنده رول لوبولو ته چمتو دی
د چین د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د سيمې ثبات او همکاري د ټولو هېوادونو په ګټه ده، او بيجنګ هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا بېرته راژوندۍ کړي
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې «ماو نينګ» په تازه څرګندونو کې وويل:
> «چین تل هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان اړيکې د متقابل احترام، ګډو ګټو او سيمهييز ثبات پر بنسټ ولاړې شي. موږ چمتو يو چې د دواړو لوريو ترمنځ د همکارۍ لپاره يو پُل جوړ کړو
د سرچينو په وينا، د چين دغه دريځ وروسته له هغې څرګند شو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي تګ راتګ، ترانزيټي سوداګرۍ او امنيتي پېښو په تړاو تاوتريخوالی زيات شوی و
شنونکي باور لري چې د چين منځګړيتوب کولی شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور نوي څپې راولاړې کړي، ځکه چين نه يوازې د دواړو هېوادونو له اقتصادي پروژو سره نږدې اړيکې لري، بلکې د «يوه کمربند يوه لاره» ستره طرحه هم له دغې سيمې سره تړلې ده
يو افغان شنونکی وايي:
چين په سيمه کې د يو متوازن ځواک په توګه راڅرګند شوی. که بيجنګ وکولای شي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره يو اعتمادمن چاپېريال رامنځته کړي، دا به د سيمې د سولې لپاره يو تاريخي ګام وي
د راپورونو له مخې، بيجنګ به په نږدې راتلونکې کې د دواړو هېوادونو استازي د يوې درېاړخيزې ناستې لپاره راوبلي، څو د ترانزيټي، امنيتي او اقتصادي همکاريو د بيا فعالېدو په اړه ګډه نقشه جوړه کړي.
د ناظرينو په اند، د چين دا اقدام ښيي چې بيجنګ نه غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافات د سيمې پر ثبات اغېز وکړي، بلکې غواړي د اعتماد، همکارۍ او ګډ پرمختګ يو نوی باب پرانیزي