حکمتیار
د معـاصر تاریخ ځـلاند ستوری او د اسلامی امت شهکار
لیکوال:
الهام همتیار
د لوی او مهربانه خدای په نامه، لیک مې د تراب صیب په شعر پیل کوم:
د تراب صیب شعر یوه برخه لیکم چې وایي:
څو ځل یې را ته وویل چې قسم وکړه نور بس دی
دې ځان مې راته وویل د ځان غم وکړه نور بس دی
له خپل ځان نه ورپټ شم له شمع ویلي کېږم
باور وکړه کابله چې اوس هم پلټل کېږم
دې خپل سیوري ته وایمه چې مه راپسې زغله
چې اوس هم باوري نه شوم کابله نو بیا کله
دا مهال په اجتماعي رسنيو کې د عالیقدرمشر ښاغلی حکمتیار تصویرونه او انځورونه ښکته پورته کېږي، تر څنګ یې نومیالی مشر د مالیزیا صدر ابراهيم انوار لیدل کېږي، په خواله رسنیو کې داخل او خارج کې د اسلامي امت خواخوږو مشرانو نیکې دعاګانې او د مشر سره لیدنې منعکس کېږي، فیسبوکونو او نورو اجتماعي رسنیو کې کې دوستان او دشمنان مختلفې څرګندونې کوي، پوسټونه، ټویټونه، کمنټونه هر څه په سرعت روان دي، د دې سپېڅلې او منورې چهرې په لیدنه د ځینو زړونه باغ باغ کېږي، په لمونځونو او تهجدو کې ورته دعاوې کوي، ځینې نور حیران دي چې عالیقدر مشر خو مونږ د امام ابوحنیفه په څېر په قفس کې بند کړی وو، دومره خواخوږی له کومه شو او ولې دومره روابط ولري چې په نورو اسلامي ملکونو کې د صدر اعظم به څېر مشهورې او مهمې چوکۍ واکداران ورته ولاړ دي، د ده علاج په مخ بوځي او خواخوږي ورسره څرګندوي، ولې د اسلامي نړۍ آزادی غوښتونکی خوځښتونه او مهم شخصیتونه ورسره روابط پالي؟

دهمدی کرکجن سیاست او په حسادت او ناسالم رقابت ولاړ پالیسی پر اساس سپک رقیبان، جاهل او متعصب ډلی، پرځان مین حرکتونه، چاپلوس او درباري مداحینو ورځ او شپه یو کړې چې څنګه ښکنځل وکړي او خپله اصلي چهره وښايي.
د تراب صیب شعر دی چې لیکي:
چـــې نه تربور نه دښــمـــــني وي او نه شــور پکې وي
هغه به څه ژوند وي چې نه ګواښ او نه پېغور پکې وي
هغه څه چې ډېر روښانه او واضح دي هغه دا دي چې د عالیقدر مشرښاغلی حکمتیار مخالفین د مخالفت په طریقه هم نه پوهېږي، دومره سپک، پرېوتی او وروسته پاتې کارونه کوي، په داسې وروسته پاتې او پرېوتي شکل رقابت کوي چې د هیڅ با مسلمان او وقاره انسان سره نه ښایي، باوقاره انسان ځان ته مرګ خوښوي خو دغه ډول پست او پاتې رقابت نه شي کولی، سپک رقیبانو کله عکسونه فوتوشاپ کوي، کله ښکنځلې کوي، کله دروغ او بهتان تړي، کله د امریکا له رادیو اورېدلي تورونه زمزمه کوي، کله د بی بی سی رادیو پرمنفی تبلیفات استناد کوی، خپلو خبرو او توضیحاتو کې د امریکا او د لاسپوڅو غلامانو څرګندونې د دلیل په توګه وړاندې کوي، د داسې سپکو کمونستانو، د خلق او پرچم پوری تړی خلک، د جعلی جمهوریت د سیکولار مامورینونه، او د اسلامی اخلاق د ناخبر او ناپوهو څخه یواخې او یواځې همدا طمع کېدلی شي.
سالم نقد کول، سالم رقابت کول د هر انسان حق دی، او با وقاره انسان یې په ښه شکل کوي، او هغه د ستاینې وړ دي، زه به حانث نه شم که قسم ورخورم چې په دې پنځوسو کلونو کې مې هیڅ با وقاره، په اسلام پوه عالم او منطقي شخص د عالیقدر مشرښاغلی حکمتیار سره په مخالف نه دی لیدلی، بلکه ډېره ناپوه د وضعیت نه ناخبر کسان په غیر ارادي توګه یا چا لمسولی او یا پروژه اخیستی ترسو د حزب اسلامی عالیقدر رهبرسره په مخالفت او دشمنی لاس پوری کړی.
پرته له شک او تردید عالیقدر مشرښاغلی حکمتیار حفظه الله د دې عصر واقعي اتل او زرین ستوری دی، داسې ستوری چې هیڅکله به د ده نوم له دې تاریخ څخه لېرې نه شي، که هر څومره د دې ستوري د نوم د بدنامولو هڅې او کوششونه وشی، نوموړی به نه له تاریخ حذف شی او نه به د واقعي مجاهدینو او د هغوی پاک نسل په زړونو کې شک پیدا شي، عالیقدر مشر حکمتیار حفظه الله د شوروي اشغال پر مهال د اسلامی جهاد او مقاومت د ملا تېر ګڼل کېږي، د شوروي اشغال پر مهال د روسی جنرالانو او سرتیرو شکایت یواخې له همدې مجاهد او مدبر ځوان او ددی له پاک مجاهدینو څخه و، هغه ځوان چې په ډېر کاریزماتیک ډول یې د سپېڅلو مجاهدینو او باسواده قشر سره په همغږي مبارزه پیل کړه، له داسې عمر یې مقاومت پیل کړ چې ډېری د ځوانۍ په دغه عمر کې د دنیا په خوند، هوا هوس او مزو اخته وي، نوموړي د ځوانۍ له عمر شپاړس کلنۍ څخه سياسي مبارزه او بيا وسله واله مبارزه پیل کړه، د دې میړني اتل نظیر په نږدې تاریخ کې نه لیدل کېږي، هغه مبارزه چې له پنځلس کلنۍ او شپاړلس کلنۍ څخه یې پیل کړه، تر اویا کلنۍ پورې یې په پور استقامت، شهامت، زړورتيا او شهکارۍ مبارزه وکړه، او د شپېته کلنې مبارزې په دومره اوږد مزل کې یې نه د شورای نظار د معامله گر ډلی په څېر د روسانو سره پت ددوستی تعهدات او د اوربند پروتوکول وکړل، نه یې د جمعیت اسلامی او دعوت اسلامی په څېر د امریکایانو او اشغالګرو ځواکونو څخه وغوښتل چې په طالبانو غټ غټ بمونه وغورځوي او نه یې د امریکا او غربی نړی دسیسو او غرور ته سرښکته کړ.

په تاریخ کې یواخې همدا ستوری دی چې د دوه مخالفو رقیبو ابرقدرتونو په تور لست کې شامل شوی، د دواړو اصلی هدف ګرځېدلی، او هر کله چې د همدې اشغالګرو له خوا افغانستان کې لاسپوڅي حکومتونه جوړ شوي عالیقدر مشر حکمتیار حفظه الله یې د اصلی دښمن په توګه پېژندلی، همدا یې خپل اصلي دښمن ګرځولی، ټولې رسنۍ، درباري لیکوالان، درباري او متملق او چاپلوس ملایانو یواځینۍ همدا وظیفه په غاړه اخیستې چې په عالیقدر مشرحکمتیار پسې سوء تبلیغات وکړي او د لاسپوڅو حکومتونو له خوا په دې موخه ډېرې زياتې پیسې مصرف شوي، خاص سرمایه ګذاری شوی او د غربيانو لخوا دا په تکراري ډول په دې اقرار شوی.
دغه مهال عالیقدر مشر حکمتیار او د دې سپېڅلي کاروان مبارزین یا زندانونو کې و، یا داسې محرومیت کې یې ژوند تېرولو، د یوې مړۍ دپاره یې ټوله ورځ په غریبۍ کوله، ډېری یې د پاکستان په کمپونو کې پراته و، د وخت تش په نامه اسلامي حکمرانان او نااهله درباري مفتیان او متملقینو او درباري مداحينو عالیقدر مشر او د ده سپېڅلي کاروان سرسخت مخالفین جوړ شوي و، همغسې لکه چې د امام ابوحنيفه په خلاف د وخت درباري چاپلوسانو مخالفت ته ملا تړلې وه، د دې سپېڅلي کاروان مظلومو غړو د دې فرصت نه تر لاسه کولو په خپل ځان د لګېدلي تور وضاحت ورکړي، یا د ذکر شوو وجوهاتو له امله بیخي توان نه درلود او یا په دومره پیمانه نه و چې چا ته یې غږ ورسېږي، او په مقابل کې یې وروسته پاتې، متملق او چاپلوس مخالفین داسې و چې د ناتو او امریکا په کمک او حمایت ورته هر فرصت مهیا و، د پروژو په شکل به یې پیسې تر لاسه کولې تر څو په عالیقدر مشر حکمتیار او دې سپېڅلي صف پسې تبلیغات وکړي.

عالیقدر مشر حکمتیار هغه څوک چې د شوروي اشغال د جهاد او اسلامی مقاومت په دوران کې یې د رونالد ریګان د امریکا د برحاله ولسمشر سره یې د لیدنې څخه انکار وکړ، ځکه نه یې غوښتل نړۍ ته د امریکا او کمونستانو دا ادعاء ثابته کړي چې د افغانستان کې د شوروي سره د مقاومت ګرم سنګرونه د امریکا په امر او کمک روان دي او هغه توطئه یې شنډه کړه چې په تاریخ کې ولیکل شي چې افغانستان کې د شورويانو په مقابل کې جهاد د امریکا په لارښوونه روان دی، بلکې دا یې ثابته کړه چې افغانستان کې ګرم سنګرونه او جهاد چې د حزب اسلامی تر قوماندې زرګونه ځوانان استشهادي کوي، د خپل وطن د آزادی او استقلال او ارضی تمامیت څخه دفاع کوي دا د امریکا په خاطر نه دي بلکې دا مقدسه الهی فریضه ده چې حکمتیار یې سرلښکر دی، هغه مهال به حکمتیار په خپلو بیانیو کې ویل: زړه مې غواړي د روسانو د بیرغ تر څنګ د امریکا بیرغ هم وسوځوم، ځکه دوی هم د اسلام دښمنان دي.

کله چې د مجاهدینو د قربانیو په نتیجه کې شوروي افغانستان کې ماته وخوړه، افغانستان څخه وتښتېدل، دلته یې خپل لاسپوڅي پرېښودل، پاتې په نوم جهادی رهبران او غرپپال گوندونه د کفر او نفاق متحد جبهه د شورای نظار په مشری و دا وظیفه په غاړه واخیسته چې د شورويانو په نمایندګۍ دې جګړې ته دوام ورکړي، د جنرال نبی عظیمي، جنرال دوستم او ټول تش په نامه مجاهدین سره یو ځای شول او یواځې د عالیقدر مشر حکمتیار حفظه الله په مخالفت یې لاس پوری کړ او غوښتل چې د تل لپاره د دا منظم او سپېڅلي کاروان حزب اسلامی نوم د افغانستان له تاریخ ختم کړی، دغه مهال د حزب اسلامی نمایندګانو له هغوی څخه وغوښتل چې مونږ دولت کې برخه نه اخلو، مونږ ته د سیاسي مبارزې فرصت راکړئ، انتخاباتو ته زمینه برابره کړی، ملی شورای جوړ کړی ترڅو د افغانستان د تول ملت په نمایندگی اسلامی حکومت جوړشی، خو دوی د شوری او امریکا په لمسون او تحریک د جنگ دوام او د چوکی او اقتدار انحصار او غصب غوشتل.
دغه و چې د همدې سناریو په جریان کې طالبان را پیدا شول، د دوی شعار دا و چې مونږ د حکومت سره کار نه لرو، یواخې اصلاحات راولو او بیا به دولت کار ته پرېږدو، متاسفانه چې دوی هم حزب اسلامي خپل اصلي دښمن تلقی کړ او دوی سره یې داسې دښمنی پیل کړه چې له هیڅ خارجي اشغالګر سره یې نه وه کړې، مجاهدین یې ورته خلع سلاح او شهیدان کړل، کورونه یې ورته غصب کړل، په ټول توان او طاقت سره یې کوشش وکړ چې د حزب اسلامي سنګرونه تر اورلاندې ونيسي، حتی غوشتل یې د شمالي ټلوالې او تش په نامه مجاهدینو ډلې له ځان سره یو ځای کړی او د عالیقدر مشرحکمتیار په خلاف وجنګېږي، رباني به طالبان د سولې کفترې ګڼلې، طالبان چې کله واک ته ورسېدل د ټولو مخالفت یې بیل کړ، کوشش یې وکړ خپل ځان پکې یواځیني سپین چرګان وښيي، د ښکاره او پټو حامیانو په مټ یې د هیواد اکثرو برخو واګي لاس کې ونيول، داخلي جنګونه یې له مسعود سره وکړل او څلور پنځه کلونو په جریان کې یې زرګونه ملکیان شهیدان کړل، دکابل، پروان او د کاپیسا د خلکو باغونه او کشتونو ته اور واچول شو او وران هیواد یې نور هم په کنډواله بدل کړ.

طالبانو چې سیاسي پوهه کمه وه، د حزب اسلامي په څېر اسلامي تحریک سره یې د دښمنۍ لار غوره کړې وه، داسې تاریخي اشتباه وکړه چې په عمر کې به د دوی په تندي تور داغ وي، دوستم ته تسلیم شول، زرګونه طالبان یې ورته په شهادت ورسول.
کله چې امریکایانوپه ۲۰۰۱ میلادی کی وغوښتل د طالبانو حکومت له منځه یوسي، فقط څو ساعتونو ته یې ضرورت درلود، د همغه شورای نظار او جبهه متحد شمال څخه یې کار واخیست، خبیث ټولی د ځمکني فوځ په حیث وظیفه اجراء کړه، پاس بمباري او لاندې د بې رحمه ټلوالې یرغل و چې طالبانو ماتې وخوړه، څو ساعتونو کې یې بستر غونډ شو، په رسمي شکل یې د لاسپوڅي حکومت څخه وغوښتل چې مونږ ته د ژوند حق راکړئ، هیڅ دولت کې ځای نه غواړو،او په ټوله دنیا کې یې د سرخوړلي حزب اسلامي څخه پرته بل حامي نه درلود.
د تراب صیب د شعر یوه بله برخه داسې ده، چې:
د تېښتې داغ مې د الف په سیپاره کې نه شته
د تاریخ سیال مې بیا د ځمکې په کره کې نه شته
که دا ګل شوی وي نو بیا یې په تار او ستن ټک وهئ
خو د غلیم د تېښتې داغ مې پر لمن ټک وهئ
بې تعلیمه بې هنره خرش او پرش شه
ژوند دا نه دی چې وخوره وڅښه ډک او تش شه
ژوند د سر او مال په دین قربانول دي
ژوند د وږو مړول لوڅ پټول دي
ژوند ټومبل دي په نېزو کې د ککرې
ژوند وهل دي د قارون سره ډغرې
ژوند شیرشاه دی، ژوند غوري دی، ژوند ابدال دی
شاه حسین دی، شاه اشرف دی، ژوند سیدال دی
تاریخ د دې ګواهي ورکوي چې دغه مهال هم یواځې همدغه د تاریخ زرین ستوري عالیقدر مشر حکمتیار حفظه الله د ناتو او امریکا په خلاف جهاد پیل کړ، د ده په مبارکو لاسونو دوهم جهاد او مبارک مقاومت پیل شو، شهیدان ورکول شروع شو، مشر د دې سرښندونکو او سپېڅلو مبارزینو سرلاری و، د حزب اسلامي او طالبانو پرته ټول تش په نامه اسلامي ډلې او ټپلې د جعلی جمهوریت تر نامه لاندې حکومت سره جمع شوې، حکومت یې جوړ کړ، د دوی هم عالیقدرحکمتیار حفظه الله د خپل اصلي دښمن په توګه انتخاب کړ، ټول هڅه یې د حزب اسلامی د مجاهدینو نیول، تبعیدول، زنداني کول و، تر دې چې وروسته له پنځه کلونو طالبان هم لږ دمه شول او وسله واله مبارزه یې پیل کړه.

حزب اسلامي او دې سپېڅلي کاروان چې د څلوېښت کلن جهاد مزل یې کړی و، سختۍ او مشکلات یې لیدلي و، کلونه تجربه یې تر لاسه کړې وه، کوشش یې کولو چې په خپلو امکاناتو جهاد ته دوام ورکړي، د نورو په څېر په پردیو حامیانو مکمل تکیه نه وي، تر خپله وسه یې کامیابه مبارزه وکړه، داسې شهیدان یې ورکړل چې تاریخ کې ثبت شوي، د یوې خور چې د قرآن حافظه وه په دار الامان سیمه کې یې په امریکایي سرتېرو استشهادي حمله وکړه، بل یې په لوګر کې امریکایان مردار کړل، د امریکایانو په ضد یې داسې عملیاتونه وکړل چې طالبان هم ورته حیران و.
کله چې عالیقدر مشر حفظه الله او د شوری غړو د امریکا تصمیم تر غور لاندې ونیولو چې امریکا افغانستان کې ماتې خوړلې او خپل فوځونه وباسي، او هغه امریکایان چې پاتې کېږي د مجاهدینو لاسرسی ورته ناممکن دی، او د امریکایانو اوس هدف دا دی چې افغانان به خپلو کې جنګېږي او دوی به ورته په کېمرو کې ګوري، او د حزب اسلامی اصول همدا و چې د اردو او افغاني جهت سره نه جنګېږي، نو داسې سوله یې وکړه چې هیڅکله د جنګ څخه اسانه نه وه، داسې کابل ته راغی چې په مطلق شکل سره د ده دښمن، سپک رقیب پرې مسلط شوی و، غوښتل یې داسې سنګر ته ننوځي چې طالبان یې په هیڅ صورت د کولو وړتیا نه لري، چې هغه د منطق جنګ دی، هغه په استدلال د دښمن ماتول دي، هغه د دوی سختو سوالونو ته ځواب ویل دي، نو په الله تعالی یې توکل وکړ او دې ګرم سنګر ته ښکته شول.

طالبانو د جمهوریت په مقابل کې د وطن څخه باندې داسې اظهارات نه شو کولی، لکه عالیقدر مشر حفظه الله چې له داخل کول، په ښکاره شکل یې ټامیان، اشغالګر او هغوی لاسپوڅي غلامان چیلنج کړل، حکومت یې غیر اسلامي حکومت وباله، د سر په بیه یې خپل منطقي، سیاسي مبارزې ته دوام ورکړ، لومړي ځل لپاره یوآخې د حزب اسلامي مبارزین و چې د تلویزیون له کېمرې یې امریکا ته د اشغالګرو نوم ورکړ او د هغوی په خلاف یې خپل تبلیغات شروع کړل. همدا وجه وه چې اشرف غني او د هغه تیم ته جوته شوه چې عالیقدر مشر د دوی په جال کې ګېر نه شو، مشر له همدې منبر او محراب څخه سنګر جوړ کړ، د طالبانو د درستو موقفونو حمایت یې وکړ، د طلوع تلویزیون له مکرافون یې ملا عمر تر ټولو ښه رهبر وبللو، او ځان یې د هغوی وکیل معرفی کړ چې د هغوی د ټولو قانوني غوښتنو حمایت به کوي.
مشر حفظه الله د ابوحنیفه په څېر د اشغالګرو، داخلي لاسپوڅو غلامانو، او تش په نامه واکدارانو تر فشار لاندې و، بر سر اقتدار حکومت د سولې تعهدنامه عملي نه کړه او د عالیقدر مشر د هر کار ترسره کولو مخالفت یې کولو، ټاميانو د اسلامي پوهنتون راجستر کولو مخې ته خنډونه جوړ کړل او د تاریخ دې زرین ستوری یې له هر ډول اصلاحي او په واقعی معنی له سياسي فعالیت محروم کړ، او هڅه یې وکړه د سید جمال الدین افغان په څېر یې له صحنې تبعید او حتی ووژني.

مقدره به داسې وه چې یو ځل بیا طالبان واک ته ورسېږي، د ښکاره او پټو معاهدو په مټ قدرت تر لاسه کړي، د افغانستان په جغرافیه حاکم شي، امریکا ورته ټول رقیبان چپه کړي، لاسونه ورته وتړي او د افغانستان په داخل کې د اسلامی امارت تنظیم ته د دوی سرنوشت په هکله د تصمیم نیونې قدرت ورکړي.
د دې په ځای چې طالبان او امارت مشرتابه درست موقف ونیسي، له تېر تاریخ زده کړه وي، د اسلامي اصولو په رڼا کې دوست او دشمن وټاکي، اسلامي لارښوونې پلي کړي، د مجاهد، یاغي او باغي فرق وکړي، د تکفیریانو په څېر یې خپل هر مخالف ته د کافر نوم ورکړ، داسې چې هر مخالف باید ووژل شی، او دا تکفیر یې یواځې په دې خاطر و چې ګویا دوی سره په دې رینجرو او چوکیو کې څوک شریک نه شي، دوی په یواځې ځان د ارګ خواوشا وګرځي، د مطلق العنان واکدارانو په څېر شاهي سیستم ته لار جوړه کړي، هغه څوک اتل وګڼل شي چې د دوی په صفونو یې کې شهیدان ورکړي وي، هغه چا ته واک او قدرت ورکړي چې د دوی په صف کې ولاړ وي، د دوی د مشرانو مداحین پاتې شي، او هر هغه څوک چې د حق نعره اوچتوي باید ساکت کړل شي.
د تراب صیب شعر دی:
کله چې نظام کاکا ماما او خسر خېل شي
کله چې تګلارې او هدفونه سره بیل شي
کله چې ملی او باوري سرچینې خامې شي
کله چې نیوکې په سرخېلو باندې عامې شي
کله چې انصاف له مرۍ زوړند یا بندي شي
کله چې ملی او اجتماعي خلک شخصي شي
کله چې تاجونه په سرو باندې درانه شي
کله چې فکرونه له سرونو نه واړه شي
دا ختلی لمر به د تیارې لوراو که سبا ته ځي
څه فکر کوې دغه ټولنه کومې خوا ته ځي؟
له پیل یې د عالیقدر مشر حفظه الله سره دښمني پیل کړه، ځکه ګمان یې کولو دا نور چې تښتېدلي دي د دې توانایي نه لري چې ولس کې ځای پیدا کړي، او دوی سره سالم رقابت وکړي، نو له همدې امله یې مشر حفظه الله د امام اعظم رحمه الله په څېر خپل اصلي هدف وټاکه، هغه تلویزیون یې وربند کړ چې ټوله ورځ یې د فلسطین د مظلوم ملت غږ پورته کولو، هغه محراب او منبر یې غلی کړ چې د اشغال په دوران کې ترې د حق اواز پورته کېدلو، هغه جومات یې بند کړ چې اسلامپالو مبارزینو او مجاهدینو پکې د استقامت لار زده کوله.

د تراب صیب شعر یوه برخه لیکم چې وایي:
څو ځل یې را ته وویل چې قسم وکړه نور بس دی
دې ځان مې راته وویل د ځان غم وکړه نور بس دی
له خپل ځان نه ورپټ شم له شمع ویلي کېږم
باور وکړه کابله چې اوس هم پلټل کېږم
دې خپل سیوري ته وایمه چې مه راپسې زغله
چې اوس هم باوري نه شوم کابله نو بیا کله
متاسفانه چې په امارت کې یې یوه بدنامه څېره چې په غصب مشهوره او د فشار او شوګر ناروغ و، هغه ته یې دا وظیفه ورکړه، دا چې هغه لعنتي د جمعیت اسلامي په نوم تش په نامه جهادي تنظیم کې پاتې شوی و، ټوله هڅه یې دا وه چې څنګه وکولی شی د حزب اسلامي په مقابل کې موقف ونيسي، د دولت ټول قوت، ځواکونه او حتی د طالبانو مشر دې ته مجبور کړي چې د عالیقدر مشر حفظه الله په خلاف موقف ونیسي، د طالبانو مشر چې ځان امیرمومنین بلي، او په هیڅ اولویتونو نه پوهېږي ټوله هڅه همدا وه چې څنګه وکولی شی حزب اسلامي په خلاف ټول قوت استعمال کړي، د ولس او د بیت المال او د هیواد دفاعي فوځ دې ته برابر کړي چې که اړتیا شي د عالیقدر مشر حفظه الله په خلاف یې استعمال کړي.
دا چې عالیقدر مشر حفظه الله یو کاریزماتیک شخصیت، په اولویتونو پوه مشر دی، په دې هکله یې هیڅ اظهارات و نه کړل، هغه ودانۍ چې د برحاله حکومت لخوا ورته موقت ورکړل شوې وه پرېښوده، هغه جومات، بوهنتون، او تلویزیون چې یې پکې جوړ کړی و د مستبدو واکمنو لخوا مصادره اعلان شول.
عالیقدر مشر د سرښندونکو مبارزینو سرلاري په کرایه ځای کې اوسېدلو، دا چې هیواد کې ورځ تر بلې ټول خدمات چې له پخوا یې کچه صفر وه منفی ته راغله، په ټول هیواد کې داسې ځای نه شته چې د علاج دپاره ورته څوک په اطمینان مراجعه وکړي، هغه شفاخانه چې عالیقدر مشر جوړه کړې وه هغه خو د دوی له خوا بنده شوې وه، نو مشر حفظه الله مجبور شو د علاج په موخه خارجی اسلامي هیواد مالیزیا ته لاړ شي او هغلته خپل علاج ته دوام ورکړي.
الله تعالی دې عالیقدر مشر حفظه الله ته د نېک عمل لپاره، د اسلامي امت د بیا راويښېدلو لپاره د ادم علیه السلام د عمر په اندازه عمر ورکړي، او ان شاء الله هغه ورځ راتلونکی دی چې نوموړی به د اسلامي کاروان سرلاری وي، او د اسلامي امت د کاروان په سر کې به ځای لري. وماذالک علی الله بعزیز