news اخبار فوری
clock

افغانستان ــــ په ارزګان کې د غیرمعیاري درملو او خوراکي توکو لوی کشف او ضبط

افغانستان ــــ په ارزګان کې د غیرمعیاري درملو او خوراکي توکو لوی کشف او ضبط

 د ارزګان د عامې روغتیا ریاست چارواکو د څارنې او تفتیش په ترڅ کې په یو پراخ عملیات کې د ګڼ شمېر غیرمعیاري درملو او خوراکي موادو کشف او ضبط خبر ورکړ

د ارزګان د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د څارنې د عملې له خوا په ۴۴ درملتونونو، ۷ عمده فروشي دوکانونو، ۴ لابراتوارونو، ۱۱ کلینیکونو او ۸۷ خوراکي توکو پلورنځیو د دهراود ولسوالۍ په کچه تفتیش ترسره شو. په دې عملیاتو کې ۴۸ قلم غیرمعیاري درمل، یو غیرمجاز دوا او ۳۴ قلم تاریخ تېر شوي خوراکي توکي کشف او ضبط شول

ټول کشف شوي توکي د تخریب لپاره د څارنې او تفتیش ریاست ته وسپارل شول، ترڅو د خلکو روغتیا ته هیڅ زیان ونه رسوي. سربېره پر دې، مسؤلینو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې چې د قانون او مقرراتو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کړي

دغه اقدام د ارزګان د عامې روغتیا وزارت لخوا د خلکو د روغتیا د ساتنې او د غیرمعیاري موادو د مخنیوي په برخه کې یو مثبت او اغېزناک ګام ګڼل کېږي. چارواکي ویلي، دا ډول عملیات به دوام ولري ترڅو د خلکو د خوندیتوب او د بازار د شفافیت تضمین وشي

دا کشف د خلکو لپاره هم یو خبرداری دی چې یوازې له باوري سرچینو د درملو او خوراکي توکو اخیستو ته پام وکړي، ترڅو د روغتیا او ژوند له خطر سره مخ نشي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto