د بریتانیا صدراعظم کېیر استارمر ويلي، چې اوکراین ته د ځمکنيو ځواکونو استول د هغو هېوادونو له لوري يو له احتمالي انتخابونو څخه دی چې د کییف ملاتړ کوي. د هغه په وينا، دا موضوع د «داوطلبانو د ائتلاف» په چوکاټ کې تر جدي ارزونې لاندې ده او موخه يې د يو څو مليتي ځواک رامنځته کول دي، څو د اوکراین د امنيت د ټينګښت لپاره عملي ګامونه واخيستل شي
استارمر ټينګار کړی، چې اروپايي هېوادونه د روسیې پر وړاندې د اوږدمهاله امنيتي تضمينونو په لټه کې دي او نه غواړي چې د اوکراین جګړه د اروپا د عمومي امنيت لپاره لا ستر ګواښ وګرځي. د هغه په وينا، هر ډول پرېکړه به د متحدينو په همغږۍ او د ګډو امنيتي ګټو پر بنسټ وشي
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د اروپا يو شمېر هېوادونه د روسیې له لوري د احتمالي پراخېدونکو ګواښونو په اړه اندېښمن دي او هڅه کوي د ګډو پوځي او سياسي ميکانيزمونو له لارې د ځان دفاع پياوړې کړي. د «داوطلبانو ائتلاف» مفکوره هم د همدې هڅو يوه برخه بلل کېږي، چې هدف يې د ناټو تر چوکاټ هاخوا د چټک غبرګون ځواک جوړول دي
خو دا بحث يو بنسټيز اخلاقي او سياسي پوښتنه هم راولاړوي: ولې د نړۍ د نورو بحرانځپلو سيمو لپاره، لکه افغانستان، د ورته اغېزمن ملاتړ او امنيتي ائتلاف بېلګه نه ليدل کېږي؟ شنونکي باور لري، چې په افغانستان کې د اوږدمهاله جګړې، بېثباتۍ او بشري ناورين پر وړاندې نړيواله ټولنه تر ډېره يوازې د اعلاميو او محدودو مرستو تر کچې پاتې شوې ده
د سياسي چارو کارپوهان وايي، دا حالت دا پوښتنه لا پياوړې کوي چې ايا د نړيوال امنيت تعريف يوازې د لوېديځو هېوادونو له جغرافيې سره تړاو لري او که د نړۍ د نورو ولسونو ژوند او ثبات هم بايد ورته ارزښت ولري؟ د دوی په اند، د امنيت دوهګونی معيار نه يوازې نړيوال باور کمزوری کوي، بلکې د بحرانونو د لا ژورېدو لامل هم ګرځي
په داسې حال کې چې اروپا د خپل امنيت لپاره د نوو ائتلافونو پر جوړولو غور کوي، د افغانستان په څېر هېوادونه لا هم د واقعي، دوامدار او اغېزمن نړيوال ملاتړ په تمه دي؛ ملاتړ چې يوازې پر کاغذ نه، بلکې په عمل کې د سولې او ثبات لاره هواره کړي