د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې، د طالبانو ټولو دولتي کارکوونکو ته د «د اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د رسولو او لوستلو/مطالعې امر شوی دی.
بریانیوز- یکشنبه، ١٨ اسد ١٤٠٥
په فرمان کې د دې ترڅنګ د کارکوونکو د شرعي اصولو د مراعات، د سرغړونو د مخنیوي او د سرغړونکو لپاره د معاش تعلیق، د وظیفې تعلیق، د بست تنزیل او انفکاک په څېر اداري اقداماتو یادونه هم شوې ده.
دا کتاب هغه اثر دی چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده په نوم خپور شوی. د طالبانو رسمي سرچینو د کتاب د خپرېدو پر مهال ویلي چې په دې اثر کې د اهل السنة والجماعة د عقایدو له «معتبرو مراجعو» استفاده شوې او د عقیدې اړوند موضوعات په ساده او روښانه توګه راټول شوي دي.
خو د کتاب د علمي او تحقیقي ارزښت په اړه یوه اساسي پوښتنه مطرح کېږي: ایا دا اثر واقعاً د یوه مستقل علمي تألیف په معنا کتاب دی، که تر ډېره د پخوانیو دیني کتابونو او حدیثي سرچینو راټولونه او نقل دی؟
د کتاب د محتوا د ارزونې پر مهال باید دا توپیر له پامه ونه غورځول شي. د عقیدې په موضوع کې له پخوانیو علماوو او معتبرو سرچینو څخه استفاده په خپله کومه نیمګړتیا نه ده؛ ستونزه هغه وخت مطرح کېږي چې یو اثر د یوه نوي علمي تألیف په توګه وړاندې شي، خو د اصلي سرچینو، روایتونو او پخوانیو متونو په اړه لازم علمي تحلیل، د سندونو ارزونه، د اختلافاتو تشریح او د لیکوال مستقل استدلال پکې ونه لیدل شي.
د دې کتاب د نوم په اړه هم یو مهم ټکی دا دی چې «د اهل السنة والجماعة عقیده» نوی عنوان نه دی. د همدې یا ورته عنوان لاندې له دې وړاندې ګڼ دیني اثار لیکل شوي دي. د بېلګې په توګه، د محمد بن صالح العثیمین په نوم هم د «عقیدة أهل السنة والجماعة» اثر په پښتو ژباړه کې خپور شوی، چې د توحید، الله تعالی د نومونو او صفاتو، ملائکو، اسماني کتابونو، رسولانو، آخرت او تقدیر په اړه بحث کوي.
له همدې امله د هبتالله د کتاب د علمي ارزونې لپاره باید یوازې دا ونه ویل شي چې «له معتبرو سرچینو استفاده شوې»؛ بلکې باید وکتل شي چې کومې سرچینې؟ کوم روایتونه؟ د هر روایت درجه څه ده؟ او لیکوال د هغو په اړه څه خپلواک تحقیق او تحلیل وړاندې کړی دی؟
په ځانګړې توګه د حدیثونو په برخه کې د هر روایت اعتبار یوازې په دې نه ثابتېږي چې په یوه کتاب کې راوړل شوی دی. د حدیث د علم له مخې د روایت سند، راویان، د روایت لارې، متن او د پخوانیو حدیثپوهانو حکم هغه موارد دي چې باید وارزول شي. نو که په یوه عقیدتي کتاب کې داسې احادیث راوړل شوي وي چې د صحت، ضعف یا د متن له پلوه پرې بحث موجود وي، علمي کتاب باید لږ تر لږه د هغو سرچینه او د اعتبار وضعیت روښانه کړي.
همدا ځای د کتاب د منتقدانه لوستلو اهمیت څرګندوي. که د یوه کتاب د مطالبو لویه برخه له نورو اثارو څخه رااخیستل شوې وي، دا باید په ښکاره ډول د اقتباس، نقل او ماخذ په توګه مشخصه شي. لوستونکي حق لري پوه شي چې کومه برخه د پخواني عالم خبره ده، کومه برخه حدیث دی، کومه برخه د قرآن تفسیر دی او کومه برخه د کتاب د لیکوال خپل تحلیل او استدلال دی.
اصلي پوښتنه دا ده چې که یو کتاب د افغانستان ټولو دولتي کارکوونکو ته د لوستلو لپاره په رسمي ډول وړاندې کېږي، نو د هغه علمي معیار باید څه وي؟ ایا باید یوازې د لیکوال نوم او رسمي فرمان د کتاب د اعتبار لپاره کافي وګڼل شي، که باید کتاب د نورو علمي اثارو په څېر د سرچینو، اقتباسونو، حدیثي روایتونو او استدلال له پلوه هم د خپلواک دیني او علمي نقد له پړاو څخه تېر شي؟
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?