news اخبار فوری
clock

حبیب الرحمن«حکمتیار»: د افغانستان او پاکستان شخړه ممکن لوی جنګ رامنځته کړي.

حبیب الرحمن«حکمتیار»: د افغانستان او پاکستان شخړه ممکن لوی جنګ رامنځته کړي.

حبیب الرحمن«حکمتیار»: د افغانستان او پاکستان شخړه ممکن لوی جنګ رامنځته کړي.

حبیب الرحمن«حکمتیار»  پخپل ایکس پانه لیکلی: د افغانستان او پاکستان شخړه ممکن لوی جنګ رامنځته کړي هغه لیکلی، کېدای شي مستقیم جنګ رامنځته نه شي او پاکستان ځینې ډلې د طالبانو پر ضد حمایت کړي تر څو ناامني زیاته او طالبان کمزوري شي. 


 بریانیوز:(دوشنبه ۵ عقرب/لړم)  ښاغلی حکمتیار د خپل مقالی په جمع بندی وایی:« د پاکستان او افغانستان عینی واقعیتونوته په کتو که جنګ اوږد شی او د مسئلی د حل لپاره عاجل او منطقی لاره پیدا نشی ددی شخړی اصلی بایلونکی بې‌شکه افغانان دي.» ښاغلی حکمتیار طالبانو ته د جمهوری نظام نړیوال ملاتړ کوونکی هیوادونه مثال راوړی او وایی:« طالبان اوس هغه ملاتړ هم نه لري چې جمهوری نظام  درلود نو د جنګ په صورت کې به لا زیاته او ډېر ژر صدمه وویني.»

هغه وایی:« دواړو هېوادوو ته په کتلو سره اصلي بایلونکی بې‌شکه افغانان دي. دا نه احساساتي بحث دی او نه په  ښکنځلو میدان ګټل کیږی.» هغه زیاتوی: دیته مو باید پام وي چې حتی د ناټو ټول سیاسي، نظامي او اقتصادي ملاتړ هم نشوای کولی جمهوریت وژغوري. طالبان اوس هغه ملاتړ هم نه لري چې جمهوریت درلود نو د جنګ په صورت کې به لا زیاته او ډېر ژر صدمه وویني.

  هغه څو نړیوال جنګونوته په اشاری لیکلی: هېوادونه کله چې د یو بل پر ضد اقدام کوي نو لوی لوی جنګونه رامنځته کېږي. کله چې جاپان پر امریکا برید وکړ او شاوخوا ۲۴۰۰ تنه امریکایان ووژل شول، نو په مقابل کې امریکا پر جاپان اټومي بمونه وکارول. کله چې د اتریش-مجارستان شهزاده په صربستان کې ووژل شو نو جرمني، صربستان، روسیه، فرانسه، انګلستان او نور په جګړه کې ښکېل شول؛ لومړۍ نړیواله جګړه را منځته شوه او په میلیونونو انسانان ووژل شول.

ښاغلی حکمتیار په۲۰۰۱/۱۳۸۰ کال پرافغانستان د امریکا د متحده ایالاتو نظامی حملی ته په اشاره زیاته کړی:« کله چې د یولسم سپتمبر پېښې ترسره شوې او شاوخوا درې زره امریکایان ووژل شول، د غچ لپاره امریکا پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو د وخت حکومت یې په پنځه اوونیو کې نسکور کړ او لا تر اوسه د القاعده غړي او مشران هدف ګرځوي. همدارنګه اسرائیلی رژیم د خپلو اسیرانو لپاره غزه ویجاړه او هلته یې نسل کشي شروع کړه.»

 حکمتیار د افغانستان او پاکستان وررستی کړکیچن روابط څیړلی او وایی:« دا چې امریکا پاکستان ته اجازه ورکړې تر څو ټي ټي پي په افغانستان کې هدف ګرځوي شي، معنا یې دا ده چې هغوی شواهد لیدلي او قانع شوي دي.» هغه په دی اړه زیاته کړی،« کله چې پاکستان وايي چې ټي ټي پي (TTP) د افغانستان له خاوري په استفادې په پاکستان کې ناامني جوړوي او په ځینو مواردو کې افغان طالب جنگیالی ورسره همکاري کوي، لومړی باید پوه شئ چې داسې ادعاوې پرته له کافي شواهدو نه کېږي.» هغه ورپسی لیکلی: ټول هېوادونه شواهد ګوري او معلومېږي چې طالبان په دې ناامني کې څه رول لري. دا چې امریکا پاکستان ته اجازه ورکړې تر څو ټي ټي پي په افغانستان کې هدف ګرځوي شي، معنا یې دا ده چې هغوی شواهد لیدلي او قانع شوي دي.

ښاغلی حبیب الرحمن «حکمتیار» په قطر کی د طالبانو او پاکستانی چارواکوناستی ته په استناد زیاته کړی:« حتی د طالبانو او پاکستاني چارواکو ناسته په ترکیه کې هم دا ثابته کړه کله چې د ترکی استازی له طالبانو غوښتلي چې د واقعیتونو په کتو سره د ټي ټي پي مخنیوی وکړي.»

هغه لیکی:«  کله چې د دوحې په موافقه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د افغانستان خاوره دې د بل هېواد پر ضد و نه کارېږي، مطلب همدا ده چې د القاعده، ټي ټي پي او نورو ګروپونو په اړه اندېښنې شته؛ حتی د طالبانو او پاکستاني چارواکو ناسته په ترکیه کې هم دا ثابته کړه کله چې ترکانو له طالبانو غوښتلي چې د واقعیتونو په کتو سره د ټي ټي پي مخنیوی وکړي.»

ښاغلی حکمتیارپه پاکستان کی وروستی نا امنی او مرگ ژوبلی ته اشاری کړی او د معتبرو سرچینی له قوله وایی: کېدای شي مستقیم جنګ رامنځته نه شي او پاکستان ځینې ډلې د طالبانو پر ضد حمایت کړي تر څو ناامني زیاته او طالبان کمزوري شي.

     هغه وایی: په پاکستان کې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا درې زره کسان وژل شوي؛ شواهد ښيي چې ځینې افغان طالبان ورسره کلکې همکارۍ لري. د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چې نور تحمل نه لري او احتمال شته دوه هېوادو ترمنځ جګړه رامنځته شي. کېدای شي مستقیم جنګ رامنځته نه شي او پاکستان ځینې ډلې د طالب پر ضد حمایت کړي تر څو ناامني زیاته او طالبان کمزوري شي.

     دواړو هېوادوو ته په کتلو سره اصلي بایلونکی بې‌شکه افغانان دي. دا نه احساساتي بحث دی  او نه په  ښکنځلو میدان ګټل کیږی، دیته مو باید پام وي چې حتی د ناټو ټول سیاسي، نظامي او اقتصادي ملاتړ هم نشوای کولی جمهوریت وژغوري. طالبان اوس هغه ملاتړ هم نه لري چې جمهوریت درلود نو د جنګ په صورت کې به لا زیاته او ډېر ژر صدمه وویني.

اوس د امریکا په څېر ځواک هم نشته او طالبان په اسانه ډېرې سیمې له لاسه ورکوي. که جمهوریت د ناټو په مرسته شل کاله دوام وکړ، طالبانو ته به ډېره  سخته وی چې دومره وخت دوام وکړي.

  ښاغلی حکمتیارد افغانستان او پاکستان د لانجی د حل لپاره وایی:« طالبان باید د تی تی پی د حمایت نه لاس واخلی، هغوی ته ځای ورنه کړی او تی تی پی ته په افغانستان کی د فعالیت اجازه ورنکړی.»

  حکمتیار وروسته لیکلی:« چې طالب چارواکي باید سل په سلو کې له ټي ټي پي سره د هر ډول همکارۍ مخنیوی وکړي، هغوی ته ځای ورنه کړي، افغان طالبان دې د ټي ټي پي سره یو ځای نشي، او ټي ټي پي ته دې د فعالیت اجازه په هیڅ صورت ورنه کړل شي.»

  په پای کی ښاغلی حکمتیار وایی: ممکن جګړه او وژنې په پاکستان کې ورته کم‌اهمیته ښکاره شي ترهغه وخته پوری چه طالبان خپل واک او حکومت له نسکورېدو سره مخ کړي.

    هغه لیکلی:« خو څنګه چې طالبان نړیوالو نورمونو ته ډېر اهمیت نه ورکوي، ممکن جګړه او وژنې په پاکستان کې ورته کم‌اهمیته ښکاره شي او تر هغه پایلو ته متوجه نشي چې طالبان خپل واک او حکومت له نسکورېدو سره مخ کړي.»

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto