د طالبانو د ادارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، افغان کډوال د کوربه هېوادونو لپاره بار نه دي، بلکې د دغو هېوادونو په اقتصادي ودې او کاري بهیر کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی. نوموړي دا څرګندونې د پکتیا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې وکړې
مولوي عبدالکبیر وویل چې افغان کډوالو د کلونو په اوږدو کې د سختو شرایطو سره سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی، پانګونه یې کړې او د کوربه هېوادونو په اقتصادي سیستم کې فعاله ونډه لرلې ده. د هغه په وینا:
هیڅ هېواد نه شي کولای د افغان کډوالو هڅې، زحمتونه، کار او پانګونه له پامه وغورځوي. دوی د ستونزې پر ځای د فرصت برخه دي
نوموړي زیاته کړه چې افغان کډوال تل د کار، حلال رزق او عزتمند ژوند په لټه کې پاتې شوي او په هغو ټولنو کې چې اوسېدلي، د قانون او نظم درناوی یې کړی دی. هغه ادعا وکړه چې کډوال نه یوازې دا چې پر کوربه هېوادونو بار نه دي، بلکې په ډېرو مواردو کې یې د کار بازار ته ساه ورکړې ده
خو له بلې خوا، دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د سیمې په ځینو هېوادونو کې، له سختو فشارونو، نیونو، جبري ایستلو او د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. زرګونه کورنۍ د قانوني اسنادو د نشتوالي، اقتصادي ستونزو او امنیتي اندېښنو له امله له جدي خطر سره مخ دي
په همدې حال کې، پوښتنه دا ده چې د طالبانو اداره په داسې شرایطو کې څنګه د افغان کډوالو د «رضاکارانه راستنېدو» تمه لري؟ ایا په هېواد دننه د ژوند، کار، سرپناه او بنسټیزو خدمتونو لپاره واقعي او عملي زمینه برابره شوې ده؟
اقتصادي او ټولنیز کارپوهان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د زیربناوو کمښت، پراخه بېکاري، محدود اقتصادي فرصتونه او د عامه خدمتونو نشتوالی، د کډوالو د راستنېدو بهیر ستونزمن، لګښتی او له خطرونو ډک کوي. د دوی په باور، که د راستنېدونکو لپاره د کار، تعلیم، روغتیا او سرپناه اساسي اسانتیاوې برابرې نه شي، نو د ستنېدو هر ډول غوښتنه به یوازې شعاري بڼه ولري.
کارپوهان ټینګار کوي چې د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره باید لومړی په هېواد دننه د باور فضا، اقتصادي فرصتونه او د انساني کرامت درناوی تضمین شي. هغوی پوښتنه کوي چې ایا د طالبانو اداره د دې تشو د ډکولو مسوولیت منلو ته چمتو ده، که نه
تر هغو چې دا بنسټیزې ستونزې حل نه شي، د افغان کډوالو برخلیک به لا هم د نامعلوم وضعیت، اندېښنو او ستونزو تر سیوري لاندې پاتې وي، او د راستنېدو خبرې به د عملي واقعیت پر ځای یوازې سیاسي پیغامونه وبلل شي