د ابوبکرمجددي کابل ته راتګ؛ د خاموش تفاهم یوه نښه که یو سمبولیک حضور؟
لیکنه: ملک سرور
د افغانستان په سیاسي معادله کې هره نوې څېره یا حرکت سفر، په ځانګړي ډول هغه چې د تاریخي مذهبي کورنۍ سره تړاو ولري، یوازې د یو فردي سفر په توګه نه ارزول کېږي، بلکې د قدرت، مشروعیت او نړیوال تعامل په چوکاټ کې تعبیرېږي. د ابوبکر مجددي کابل ته راتګ هم په همدې کټګورۍ کې راځي — داسې حرکت چې باید د منافعو د سیاست له زاویې تحلیل شي، نه د رسمي اعلامیو له مخې.
که د امریکا او طالبانو اړیکه په واقعي سیاست کې وګورو، دواړه لوري له ۲۰۲۱ وروسته یو ډول «مدیریت شوې رابطې» ته رسېدلي دي. امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا امنیتي ګواښ ته واوړي، او طالبان نه غواړي چې اقتصادي فشارونه او نړیوال انزوا د دوی د حاکمیت دوام له خطر سره مخ کړي. په همدې بنسټ، د پردې تر شا تفاهم — یعنې امنیتي تضمینونه په بدل کې محدود تعامل — یو منطقي امکان بلل کېدای شي.

په دې معادله کې د ابوبکر مجددي په څېر شخصیت اهمیت پیدا کوي. هغه که رښتیا هم په لویدیځ کې لوی شوی، له نړیوال چاپېریال سره بلد وي، منځلاری او لوېدیځ پلوه وی او په عین حال کې د افغانستان له یوې درنې مذهبي- صوفیه کورنۍ سره تړاو ولري، نو کولی شي د دوو متضادو فضاوو تر منځ یو نرم پل وبلل شي. دا رول به شاید رسمي نه وي، خو سمبولیک ارزښت به ولري.
که داسې فرض کړو چې طالبان غواړي خپل نظام له داخلي جوړښتي بدلون پرته نرم سیاسي تصویر وړاندې کړي، نو د داسې اشخاصو حضور کولای شي دا پیغام ورکړي چې سیستم بشپړ تړلی نه دی. نړیوالو ته دا یو ډول اطمینان ورکول کېدای شي، او داخلي ټولنې ته دا احساس چې تاریخي او مذهبي شخصیتونه له نظام سره په ټکر کې نه دي.

خو باید یاد وساتو چې که کوم تفاهم وي هم، هغه به تدریجي او حساب شوی وي. د حکومت نوم یا رسمي جوړښت ښايي بدل نه شي، خو په عمل کې د مشارکت د پراخېدو، د سیاسي ژبې د نرمېدو، او د تعامل د زیاتېدو نښې ښکاره کېدای شي. دا ډول تحول معمولا په خاموشه بڼه پیلېږي او وروسته خپل اثرات ښکاره کوي.
په پایله کې، د ابوبکر مجددي کابل ته راتګ که یوازې یو شخصي یا مذهبي سفر وي، نو اغېز به یې محدود وي. خو که دا د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه وي — هغه ستراتیژي چې موخه یې د امنیتي تفاهم ساتل او د نړیوال تعامل تدریجي پراخول وي — نو بیا یې سمبولیک اهمیت د عادي سفر نه ډېر لوی کېدای شي. وخت به وښيي چې دا حرکت یو عادي حضور و، که د خاموش بدلون یوه لومړنۍ نښه.

صبغتالله مجددی د ابوبکر مجددی پلار یو منځلاری او لوېدیځ پلوه شخصیت و چې د نقشبندیه صوفي فرقې د یوې څانګې مشري یې پر غاړه لرله.
صبغتالله مجددی، چې د نولس سوه نویمو کلونو په لسیزه کې د افغانستان د اسلامي دولت لومړی رئیس او د نجات ملي ګوند مشر و، د ۱۳۹۷ کال د دلو په ۲۲مه نېټه د ۹۳ کلونو په عمر وفات شو.
صبغتالله مجددی په ۱۳۰۵ لمریز کال کې د کابل ښار په یوه روحاني کورنۍ کې وزېږېد. هغه د نقشبندیه طریقې له مشایخو څخه و او د شیخ احمد سرهندي، چې په مجدد الف ثاني مشهور و، له نسل او سلسلې سره منسوب کېده.
د هغه د ګوند غړي تر ډېره د هغه دودیز پلویان او د هغې طریقې پیروان وو چې دی ورته منسوب و. ښاغلی مجددی د افغان جهادي مشرانو په منځ کې د منځلاریتوب او رښتینې وینا له امله شهرت درلود.
په ۱۳۶۸ او ۱۳۶۹ لمریزو کلونو کې چې په پاکستان کې د یو مهندسی شوی جلسی په ترڅ کی د مجاهدینو جلاوطنه حکومت جوړ شو، صبغتالله مجددی د افغانستان د اسلامي دولت د رئیس په توګه وټاکل شو.

د مجاهدینو له بریا وروسته، ښاغلی مجددی د ۱۳۷۱ کال په پسرلي کې د دوو میاشتو لپاره د مجاهدینو د مؤقت دولت د رئیس په توګه وټاکل شو او دولت یې په رسمي ډول د فضل الحق خالقیار څخه، چې د نجیبالله د حکومت لومړی وزیر و، تحویل واخیست.
د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د ۱۳۹۳ کال د میزان په ۸مه، د سې شنبې په ورځ، د محمد اشرف غني د حکومت په پیل کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جیمز کاننگهم له خوا لاسلیک شو.
دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او ستراتېژیکو همکاریو د لا پراختیا په موخه لاسلیک شوی و.
د موجودو راپورونو له مخې، د افغانستان او امریکا ترمنځ دغه امنیتي تړون د ښاغلي صبغتالله مجددی د جدي ټینګارونو له امله ټاکل شوې وه چې د حامد کرزی د حکومت په وروستیو ورځو کې لاسلیک شي، خو د امریکا لوري له خوا د افغانستان د شرطونو د نه منلو له امله، حامد کرزي له امریکا سره د اوږدمهاله امنیتي تړون له لاسلیکولو ډډه وکړه.