!د طلا د قاچاق شبکه؛ سراج دين حقاني محمد نبی عمري او رضوان احمدزي ېي پر مخ وړي
بریانیوز- یکشنبه ، ۲۴ جوزا١٤٠۵
بریانيوز په افغانستان کې د استخراج کېدونکو او دوبۍ ته د قاچاق کېدونکو سرو زرو د يوې شبکې په اړه جزئيات ترلاسه کړي دي
د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، د همدې وزارت مرستيال مولوي محمد نبي عمري او د سټي کمپلکس مشر رضوان احمدزی دغه شبکه رهبري کوي
بریانيوز ته په کابل هوايي ډګر کې يوې منبع تاييد کړه، چې په تورو بېکونو کې دغه ځای شوي سره زر د ځانګړی ترمينل له لارې دوبۍ ته وړل کېږي او له هغې خوا بېرته سپين زر پکې افغانستان ته وړل کېږي
په افغانستان کې د سرو زرو د اخيستو، ټولولو او کابل هوايي ډګر ته د داخلولو ټولې چارې فرمان الله ولد کمين ګل ترسره کوي
فرمان الله د سعودي عربستان په جده کې د «هېواد بهادر» په نوم سياحتي شرکت لري. د دې شرکت بله څانګه په دوبۍ کې فعاليت کوي او له افغانستان څخه دوبۍ ته د رسول شويو سرو زرو او سپينو زرو پېر او پلور همدلته سنبالېږي
فرمان الله ته ترځانګړی ترمينل پورې د وسلو وړلو جواز او ساتونکي هم د سراج الدين حقاني له لوري ورکړل شوي دي
وړاندې چې دغه قاچاق له خوست هوايي ډګر څخه ترسره کېده، د طالبانو په نظام کې د افشا کېدو او د نړيوالو هوايي شرکتونو د الوتکو د نه ورتلو له وجې اوس د خوست پر ځای د کابل هوايي ډګر له ځانګړی ترمينل څخه ترسره کېږي
د يادې شبکې لخوا ګمارل شوي کسان هر يو پخپل بېک کې له ۲۰ کيلوګرامو نيولې تر ۳۰ کيلوګرامو پورې سره زر ځايوي او له ترمينل څخه د هر شخص د وتلو په مقابل کې ۷۰۰ ډالر تحويلېږي
د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس؛ د سرو زرو د قاچاق د يادې شبکې د لېږد غړي هر يو نقيب الله ولد رفيع الله، قسمت الله ولد ذبيح الله، معروف ولد ولي خان، شهيد الله ولد نور شاه خان او جعفر علي شاه ولد ګل حاتم دي
د دې کسانو دوه طرفه تجارتي ټکټونه او د سفر لګښتونه ټول د همدې شبکې لخوا ورکول کېږي
د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، د سرو زرو دغه بيکونه د يو نړيوال هوايي شرکت په الوتکو کې دوبۍ ته رسول کېږي
په دوبۍ کې د سوداګر رضوان احمدزي، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد نبي عمري او سراج الدين حقاني لخوا پر مخ وړل کېدونکې دغې شبکې، چې غړي يې اکثريت د يوې سيمې اوسېدونکي دي، نور جزييات به په راتلونکي کې خپاره شي
#فساد
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?