په دوحه کې د قطر او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو مهمه لیدنه؛ د افغانستان پر حالاتو خبرې وشوې
په یوه مهم ديپلوماتیک ګام کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فېصل بن عبدالله الحنزاب د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره له ځانګړې استازې، جیل برتران، سره وکتل
ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه لیدنه د دواړو لوریو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا، سیمهییزو اړیکو
او په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعیت د ښهوالي په موخه ترسره شوه
د غونډې پر مهال دواړو استازو د قطر او اروپايي ټولنې تر منځ د ګډو هڅو پر میکانیزمونو، بشري مرستو، ثبات او د افغان ولس د ملاتړ پر لارو چارو تفصیلي بحث وکړ
فېصل بن عبدالله الحنزاب د قطر د دوامدارو هڅو یادونه وکړه، وې ویل چې قطر هڅه کوي د افغانستان د سولې، پرمختګ او د بشري وضعیت د ښهوالي لپاره د نړیوالو شریکانو تر څنګ عملي رول ولوبوي
جیل برتران هم د اروپايي ټولنې د ژمنتیا څرګندونه وکړه، او زیاته یې کړه چې اروپايي ټولنه غواړي له قطر سره په ګډه د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دوامداره ثبات د رامنځته کولو لپاره کار ته دوام ورکړي
دغه لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان د بشري وضعیت، ښځو د حقونو او د نړیوالو اړیکو د بیا رغاونې موضوعات لا هم د نړیوالو د پام مرکز دي
دا دیپلوماتیک ملاقات د دې څرګندونه کوي چې د افغانستان موضوع لا هم د سیمې او نړۍ د سیاستوالو د اجنډا په سر کې ځای لري، او قطر د منځګړيتوب او همکارۍ یو مهم رول لوبوي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
224
-
مقاله
45
-
سیاست
9
-
Uncategorized
8
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي