د سعودي «دلتا انټرنشنل» شرکت د افغانستان د نفت، ګاز او تاپي پروژې په برخه کې د پراخې پانګونې ژمنه وکړه
کابل – د طالبانو د حکومت د معادن او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د پنجشنبې په ورځ (د عقرب ۱مه) په کابل کې د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» شرکت له اجرایي رییس شاهر التقي سره مهمه لیدنه وکړه
په دې ناسته کې د «دلتا انټرنشنل» رییس څرګنده کړه چې د دوی شرکت د افغانستان په طبیعي زېرمو، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په سکتور کې د پراخې پانګونې پوره لېوالتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې دا شرکت غواړي د تاپي سترې پروژې (ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند) د پراختیا او پلي کولو برخه کې فعاله ونډه واخلي
د معادن او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، وزیر هدایتالله بدري د سعودي پانګوالو دا علاقه د قدر وړ وبلله او څرګنده یې کړه چې طالبان د نړیوالو، په ځانګړي توګه د سعودي پانګوالو د پانګونې هرکلی کوي. هغه وویل، امارت اسلامي چمتو دی چې د پانګونې په ټولو ستراتیژیکو برخو کې لازمه اسانتیا برابره کړي او غواړي افغانستان د انرژۍ د سیمهییزو پروژو په محور بدل شي
اقتصادي شنونکي باور لري، که د «دلتا انټرنشنل» دا ژمنه عملي شي، نو د افغانستان د انرژۍ سکتور به د بېساري پرمختګ شاهد وي. د تاپي پروژه، چې د ترکمن ګاز د جنوبي آسیا بازارونو ته د انتقال لپاره یوه حیاتي طرحه ده، کولی شي افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو عواید او زرګونه کاري فرصتونه رامنځته کړي
کارپوهان زیاتوي، د سعودي شرکتونو ونډه به نه یوازې د افغانستان د طبیعي زېرمو د استخراج په برخه کې یو نوی باب پرانیزي، بلکې د نړیوالو پانګوالو باور به هم بیا راژوندی کړي
دا پرمختګ د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره د هیلې نوې څرک بللی شي — یو داسې ګام چې کولای شي هېواد د سیمه ییزې انرژۍ په یوه مهم مرکز بدل کړي