د پاکستان د دفاع وزیر سخت خبرداری ورکړی: “که بریدونه دوام وکړي، طالبان به د غارونو پر لور وتښتېږي
اسلاماباد – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د چهارشنبې په ورځ په یوه تند بیان کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له لوري د سرحدي بریدونو دوام به «درنې او نه جبرانېدونکې پایلې» ولري
آصف ویلي، اسلاماباد نور د «خیانت» او «تمسخر» زغم نهلري او که له بلې غاړې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه ونهدرېږي، هېواد به اړ شي چې پرېکنده پوځي اقدام وکړي
د هغه په وینا، پاکستان ته د دې اړتیا نشته چې د خپل پوځي ځواک بشپړ ظرفیت وکاروي، بلکې د هغه یوه کوچنۍ برخه هم «کافي ده» چې د طالبانو حکومت بشپړ له منځه یوسي او هغوی بېرته «غارونو ته د پناه اخیستلو» ته اړ کړي
دغه څرګندونې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او بېباورۍ په فضا کې شوي دي. پاکستان په وروستیو اوونیو کې پر طالبانو تور پورې کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلهوالو ته یې د خوندي پناه ځایونو زمینه برابره کړې او له افغانستانه د پاکستان پر پوځ بریدونه تنظیمېږي
په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان له خاورې هېچا ته د ګاونډي پر ضد د کار کولو اجازه نهورکوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي:
پاکستان هڅه کوي خپل داخلي امنیتي ستونزې پر افغانستان ور واچوي، خو موږ له هر ډول جګړې او کړکېچ څخه ډډه غواړو
سیاسي شنونکي باور لري، د خواجه آصف دا څرګندونې د فشار یوه نوې مرحله ده، چې ښايي د اسلاماباد د پوځي محاسباتو نښه وي.
د دفاعي چارو شنونکي وایي:
دا ډول ګواښونه د دواړو هېوادونو اړیکې لا خرابولی شي. د خبرو له لارې د ستونزو حل ممکن دی، خو پوځي ژبه یوازې بېثباتي زیاتووي
په ورته مهال، د سیمې څارونکي خبرداری ورکوي، که د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور فضا بېرته رامنځته نهشي، د سرحدي تاوتریخوالي سلسله به د سیمهییز امنیت لپاره جدي خطر رامنځته کړي
د خواجه آصف دا څرګندونې یو ځل بیا د دې نښه ګڼل کېږي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له حساس پړاو سره مخ شوې دي – داسې پړاو چې د یو کوچني تېروتنې پایله هم د پراخ کړکېچ سبب کېدای شي