د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د سعودي عربستان: د عامې روغتیا وزیر د ملک سلمان له بشري بنسټ څخه د افغانستان د روغتیايي مرکزونو د تجهیز غوښتنه وکړه
ریاض– د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د سعودي عربستان د سفر پر مهال د ملک سلمان د خیریه او بشري بنسټ له مشر سره لیدنه کړې او له هغه یې غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي برخې له پاره خپلې مرستې زیاتې کړي او د هېواد روغتیايي مرکزونه له پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو برخمن کړي
د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي وضعیت، د درملو کمښت، او د بیړنیو روغتیايي خدمتونو اړتیاوې له سعودي لوري سره شریکې شوې دي
وزیر ویلي، چې د افغانستان روغتیايي بنسټونه له ګڼو ننګونو سره مخ دي، او د ملک سلمان د بنسټ همکاري کولای شي د میلیونونو افغانانو د ژوند په ژغورلو کې رغنده رول ولوبوي
د ملک سلمان د خیریه بنسټ مشر په دې لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د دوامداره مرستو ژمنه تکرار کړې او ویلي یې دي، چې سعودي عربستان د بشري همکارۍ په برخه کې له افغانستان سره د اوږدمهاله مشارکت پیاوړتیا ته ژمن دی
د یادونې ده چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خوړو، درملو او عاجلو روغتیايي مرستو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبولی دی
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
283
-
مقاله
47
-
Uncategorized
10
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي