پاکستان : راولپنډۍ کې د دیني سپکاوي قضیه؛ محکمې یو تن ته د اعدام سزا او یو میلیون روپۍ جریمه واوروله
راولپنډۍ – د پاکستان د راولپنډۍ یوې ځايي محکمې د دیني سپکاوي په یوه قضیه کې یو تن تورن، کامران خان، د اعدام په سزا محکوم کړی او ورسره یې یو میلیون روپۍ جریمه هم پرې لګولې ده
د معلوماتو له مخې، د دې قضیې دوسیه تېر کال د سول لاین پولیسو مرکز کې د خلکو د شکایتونو پر بنسټ ثبت شوې وه. پر کامران خان تور پورې شوی و، چې په یوه خوړنځي یا رستورانت کې یې د خلکو پر وړاندې د دین سپکاوی کړی دی
د محکمې د اسنادو له مخې، د قاضي محمد طارق ایوب تر مشرۍ لاندې د قضیې اورېدنې له بشپړېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې تورن کس د اعدام سزا او یو میلیون روپۍ جریمه مستحق دی
سرچینې وايي، له دې وړاندې هم یوې بلې محکمې د همدې کس پر ضد د اعدام حکم صادر کړی و، خو نوموړي د پرېکړې پر ضد عالي محکمې ته د استیناف غوښتنه کړې وه. عالي محکمې بیا د قضیې د بیا څېړنې امر کړی و، چې وروسته یې د سېشن محکمې له خوا وروستۍ پرېکړه تکرار شوه
دیني سپکاوي یا "Blasphemy" قضیې په پاکستان کې له خورا حساسو موضوعاتو ګڼل کېږي. د بشري حقونو فعالان تل ټینګار کوي، چې د دې ډول قضیو په څېړنه کې باید د شواهدو د کره والي او د قانون د منصفانه تطبیق پوره پاملرنه وشي، ځکه دا ډول تورونه کله ناکله د شخصي دښمنیو یا سیاسي فشارونو له امله هم لګېږي
تر اوسه د کامران خان کورنۍ یا مدافع وکیلانو د محکمې د پرېکړې په اړه څه رسمي غبرګون نهدی څرګند کړی، خو د قانوني کارپوهانو په وینا، امکان شته چې دوی یو ځل بیا د استیناف غوښتنه وکړي
دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د دیني سپکاوي د قوانینو پر تطبیق او سختوالي پراخ بحثونه روان دي