د سیمې دوه اټومي ځواکونه، هند او پاکستان، یو ځل بیا د خپل پوځي ځواک د نندارې په ډګر کې سره مخامخ شوي دي. هندوستان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان پولې ته څېرمه د کجرات او راجستان په ایالتونو کې ستر پوځي تمرینونه پیل کړي، چې ټاکل شوې تر راتلونکې اوونۍ پورې دوام ومومي
په دغو تمرینونو کې زرګونه هندي سرتېري، د هوايي ځواک الوتکې، زغرهوال ټانکونه او د توغندیو پرمختللي سیستمونه برخه لري. د هندي پوځ د اعلامیې له مخې، د دې مانورونو موخه د "ګړندي غبرګون او ګډو پوځي عملیاتو د همغږۍ ازموینه" بلل شوې ده
له دې سره هممهاله، پاکستان هم د عرب سمندرګي په شمالي برخه کې د خپلو سمندري، هوايي او ځمکنیو ځواکونو په ګډون پراخ تمرینونه پیل کړي، چې د راپورونو له مخې، دا به تر سبا (د نومبر پنځمه) دوام وکړي
شنونکي وایي، دا د دواړو هېوادونو تر منځ له وروستۍ جګړې وروسته تر ټولو پراخ پوځي خوځښت دی، چې د دواړو لورو لسګونه زره ځواکونه، الوتکې او جنګي بېړۍ پکې ښکېل دي. په تمرینونو کې د پرمختللو وسلو، بېپیلوټه الوتکو او د فضا له لارې د څارنې سیستمونه هم کارول کېږي
د پوځي چارو شنونکی، ډاکتر فرید الله ناصري، وایي:
که څه هم هند او پاکستان د تېر په څېر وختپر وخت ګډ یا جلا تمرینونه ترسره کوي، خو دا ځل تمرینونه له پخوانیو بېساري دي. هند د 'سندرو عملیاتو' تر لړۍ وروسته د 'تر شول' په نوم تمرینونه داسې مهال پیل کړي، چې سیمه له جیوپولیتیکي کړکېچونو ډکه ده
شنونکي زیاتوي، د دواړو هېوادونو دا پوځي مانورونه یوازې د ځواک د ښودلو هڅه نه ده، بلکې د سیمهییزو سیالیو، د ختیځې پولو د امنیت او د نړیوالو اړیکو د توازن د سیاست یوه برخه هم ګڼل کېږي
سره له دې، د سولې غوښتونکي ټینګار کوي چې د اټومي وسلو لرونکي هېوادونه باید د پوځپراختیا پر ځای د باور جوړونې او خبرو اترو لاره خپله کړي، څو سیمه د احتمالي شخړو له خطره خوندي پاتې شي