news اخبار فوری
clock

د پنجشېر له کانونو څخه د زرګونو قیراته زمردو پلور؛ د طالبانو د عوایدو نوې سرچینه

د پنجشېر له کانونو څخه د زرګونو قیراته زمردو پلور؛ د طالبانو د عوایدو نوې سرچینه

 ۸ کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د پنجشېر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳،۹۴۱ قیراته زمرد د شاوخوا ۶ میلیونه او ۲۵۶ زره افغانۍ په ارزښت پلورل شوي دي

د باختر دولتي خبري آژانس د رپوټ له مخې، د طالبانو د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لتون ویلي، دغه قیمتي ډبرې د یوې عامې داوطلبۍ (مزایده) له لارې د کورنیو تاجرانـو ته پلورل شوې دي

 نوموړي زیاته کړې، د دې مزایدې موخه د طبیعي زېرمو قانوني بهره‌برداري او د محلي عوایدو زیاتوالی بلل شوی، خو خپلواکې سرچینې وايي چې د دغو کانونو د استخراج څرنګوالی لا هم له شفافیت څخه لیرې دی

 دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې هم د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د پنجشېر په بېلابېلو ولسوالیو کې د زمرد، بیروج او سرب نوې موندل شوې زېرمو خبر ورکړی و

 له بلې خوا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د افغانستان په ګڼو سیمو کې د کانونو پراخه کیندنه او د قیمتي ډبرو سوداګري د دې ډلې د مالي سرچینو مهمه برخه ګرځېدلې ده

 شنونکي باور لري، که څه هم د کانونو پلور د عوایدو زیاتېدو سبب کېږي، خو د حساب‌ورکونې نشتوالی، د چاپېریال تخریب، او د محلي خلکو بې‌برخې پاتې کېدل، دا سکتور له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی

 د پنجشېر زمرد، چې د رنګ او کیفیت له پلوه په نړۍ کې شهرت لري، اوس د طالبانو تر ادارې لاندې د داسې سوداګرۍ برخه ګرځېدلې چې لا هم د شفافیت او ملي ګټې پر محور نه ده ولاړه

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto