د افغانستان د اسلامي امارت ویاند په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ګڼو انتحاري او وسلهوالو بریدونو یادونه وکړه او د تور بیرغ لرونکې ډلې ــ داعش ــ پر غاړه یې واچول. خو هغه د یو خورا ستر او حساس برید په اړه هیڅ اشاره ونه کړه، داسې برید چې د پلان له مخې به د کابل د «ایمان» جومات د جمعې د لمانځه پر مهال په وینو لړلی وای
د باوري سرچینو په وینا، دغه برید د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې ښار کې طرحه شوی و، چیرې چې دوه تاجکستاني ترهګر د افغانستان خاورې ته د داخلېدو وروسته د یوې خطرناکې دندې لپاره چمتو شوي وو. د پلان له مخې، یو به د لمانځه پر مهال دننه ځان الوزوي، او بل به د برید د ترسره کولو لپاره د لارې د پرانیستلو او امنیت ساتنې مسئولیت پر غاړه ولري
د راپورونو له مخې، د یوه غربي هېواد د استخباراتي ادارې له لوري د امارت اړوندو مسئولینو ته له مخکې خبرداری ورکړل شوی و، چې د راتلونکې جمعې په ورځ پر یوه جومات او یو مهم شخصیت برید کېدونکی دی. همداسې وشول — برید د ګلبدین حکمتیار صیب د خطبې پر مهال وشو، خو د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون له امله دواړه بریدګر ووژل شول او فاجعه مخه ونیول شوه
سره له دې، پوښتنه دا ده چې دا کسان څنګه وکولای شول د امارت د امنیتي پوستو څخه د وسلو او موټرو سره تېر شي؟ او ولې هغه کسان چې د دوی د انتقال او ملاتړ تور پرې لګېږي، خوندي پاتې شول؟
تر دې لا هم حیرانوونکې دا ده، چې د داعش خراسان څانګې تر ننه د دغه برید مسئولیت نه دی منلی، سره له دې چې د ډېرو نورو وړو پېښو مسولیت په بیړه اعلانوي.
دا حالت دا ګومان پیاوړی کوي چې ښايي د دې برید تر شا د یوې بلې پټې شبکې لاس وي، یا داسې ډلې چې امارت یې د ښکاره کولو توان یا اراده نه لري
سیاسي شنونکي وایي، که دغه برید د داعش له لوري نه وي شوی، نو دا د امنیتي ادارو لپاره یو ستر خبرداری دی. ځکه د یوې داسې ډلې شتون ښيي چې د امارت له پوسته چوکو څخه د تېرېدو توان لري او هدفونه یې په دقت ټاکل کېږي
د خلکو پوښتنه اوس دا ده: که د امارت ویاند د هرې کوچنۍ چاودنې یادونه کوي، نو د داسې ستر او خطرناک برید په اړه یې ولې چوپتیا غوره کړې؟
ایا دا پېښه له یاده وتلې ده، که دا راز قصداً پټ ساتل شوی؟
د افغان څېړونکو په باور، د دې ډول پېښو په اړه خاموشي نه یوازې د امارت پر اعتبار اغېز کوي، بلکې د امنیتي ځواکونو د اعتماد پر فضا هم سیوری اچوي
دا ناکام برید، سره له دې چې د خونړۍ فاجعې مخه یې ونیول شوه، خو لا هم بېځوابه پوښتنې پرېښي دي؛
پوښتنې چې د وخت په تېرېدو سره یې چوپتیا لا دروندوي؟