د فوټبال نړیوال ستوری کریستیانو رونالدو، چې اوس څلوېښت کلن دی، په یوه تازه او پر احساساتو ډکه مرکه کې له برېتانیایي ژورنالېست پیرس مورګان سره ویلي، باور لري چې ډونالډ ټرمپ هغه انسان دی چې نړۍ بدلولای شي
رونالدو په مرکه کې په ډاګه کړه:
ډونالډ ټرمپ یو زړور او پرېکړه کوونکی شخصیت دی. هغه له ماتې نه وېریږي او د نړۍ د بدلون لپاره وړتیا لري
د نړۍ د فوټبال تر ټولو بډای لوبغاړی، چې تر اوسه د لومړي میلیاردر فوتبالیست په نوم پېژندل کېږي، معمولاً له سیاسي خبرو ځان لیرې ساتي. خو دا ځل یې نظر د ډېرو خلکو پام ځان ته راواړاوه.رونالدو، چې له ۶۰۰ میلیونو زیات مینهوال په ټولنیزو شبکو کې لري، وویل :
زه د هغو خلکو درناوی کوم چې د انسانانو ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي، که سیاستوال وي، لوبغاړي وي او یا هنرمندان
د نوموړي دا څرګندونې په نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي. ډېری شنونکي وایي، دا د رونالدو د لید د پراخوالي او د نړۍ د چارو پر وړاندې د هغه د پخوالي نښه ده
تر اوسه د ډونالډ ټرمپ لهخوا رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو دواړه له پخوا د یو بل درناوی کوي. ټرمپ یو ځل د رونالدو ستاینه کړې وه او ویلي یې و
رونالدو د زحمت، استعداد او هوډ ژوندی سمبول دی
دا مهال رونالدو د سعودي عربستان د النصر لوبډلې لپاره لوبې کوي او لا هم د فوټبال په نړۍ کې د الهام سرچینه ګڼل کېږي
د ده هره خبره، لکه ده، ژر د نړۍ د میلیونونو خلکو تر غوږو رسېږي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
327
-
مقاله
47
-
Uncategorized
10
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي