دیروت (۲۰۲۵ د نومبر ۷مه) – یو لوېدیځ ډیپلوماټ چې په بیروت کې مېشت دی، خبرداری ورکړی چې د حزبالله د صبر زغم پای ته رسېدلی او د اسراییلي بریدونو په وړاندې یې د قاطع ځواب امکانات ډېر شوي دي. د ډیپلوماټ په وینا، د لبناني ولس فشارونه پر حزبالله ورځ تر بلې زیاتېږي او خلک غواړي چې د خپلو ځمکو او خلکو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي
سرچینې وايي، په تېرو څو ورځو کې اسراییلو د جنوب لبنان ګڼې سیمې بمبار کړي او اوربند یې په څو ځل نقض کړی دی. حزبالله لا هم هڅه کوي د جګړې لمن پراخه نه کړي، خو د سیمهییزو کارپوهانو په باور، که د اسراییلو بریدونه دوام وکړي، حزبالله به ډېر احتمالي غبرګون ښکاره کړي
لبنان اوس د یوه حساس او خطرناک پړاو په درشل کې دی؛ یوه تېروتنه کولای شي ټول هېواد د نوې جګړې اور ته وغورځوي. امنیتي کارپوهان وايي، د هر احتمالي جګړې اور به نه یوازې جنوب لبنان، بلکې ټول منځني ختیځ ته خورېږي
له څو میاشتو راهیسې د اسراییلو او حزبالله ترمنځ د پولې دواړو خواوو ته وخت نا وخت توغندیز بریدونه او هوايي حملې کېږي، چې د سیمهییز ثبات او سولې پر راتلونکې یې ژورې اندېښنې راوپارولي دي
سیمهییز شنونکي ټینګار کوي، که نړیواله ټولنه په عاجله توګه د اوربند د ټینګښت او د اسراییلي بریدونو د بندېدو لپاره عملي ګامونه پورته نکړي، حزبالله به حتمي، قوي او پراخ غبرګون ښکاره کړي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
353
-
مقاله
47
-
Uncategorized
10
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي