د داعش رسمي خپرونې النبأ وروستۍ ګڼې د یوې انفوګرافیک په خپرولو سره اعلان کړی چې داعش د تېرو دوو میاشتو په جریان کې د اوو مرګبارو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی
د پاکستان په کویټه ښار کې یوه خپل ځان وژونکی برید چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې ووژل شول
یو برید په سوریه کې ترسره شوی
پنځه جلا بریدونه په افریقا کې د مختلفو هېوادونو په بېلابېلو سیمو کې شوي دي
داعش د دې بریدونو د ترسره کولو په اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دا عملیات یې د خپلو «سیاسي او مذهبي اهدافو» د ترلاسه کولو لپاره ترسره کړي دي
سیاسي شنونکي وايي، دا بریدونه د داعش د بیا فعالیت د هڅو څرګندونه ده او په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا اړتیا په ډاګه کوي
د سیمې امنیتي مسؤلینو هم خبرداری ورکړی چې د داعش فعالیتونه لا هم د نړیوالې سولې او ثبات لپاره جدي ګواښونه جوړوي او د نړیوالې ټولنې او سیمهییزو ځواکونو ګډه همکاري د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره اړینه ده
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
398
-
مقاله
48
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي