news اخبار فوری
clock

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې خبرداری؛ د اوبو او کثافاتو ناسم مدیریت د افغانانو روغتیا له جدي خطر سره مخامخوي

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې خبرداری؛ د اوبو او کثافاتو ناسم مدیریت د افغانانو روغتیا له جدي خطر سره مخامخوي

کابل – د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (UN-Habitat) دفتر د عقرب په ۱۸مه، د یکشنبې په ورځ، په خپل رسمي ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اوبو او کثافاتو ناسم مدیریت د خلکو روغتیا او د ښارونو د ژوند کیفیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی

په اعلامیه کې راغلي چې د ښارونو بې‌نظمې ودې، د کثافاتو د راټولولو نیمګړتیاوې او د پاکو اوبو نشتون د ناروغیو د خپرېدو، د چاپېریال د ککړتیا او د خلکو د ژوند د خرابېدو اصلي لاملونه ګرځېدلي دي

دغه اداره ټینګار کوي چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره ګډو هڅو، هوښیارې ښاري پلان‌سازۍ او عملي اقداماتو ته بېړنۍ اړتیا ده. د UN-Habitat په وینا، د منظم ښاري مدیریت له لارې کولای شو نه یوازې د چاپېریال د تخریب مخه ونیسو، بلکې د خلکو د روغتیا، اقتصاد او سوکالۍ لپاره هم روښانه راتلونکی جوړ کړو

په اعلامیه کې ویل شوي

پاکې اوبه او سالم چاپېریال د انسان د ژوند ستنې دي. که دا بنسټونه له پامه وغورځول شي، ټولنه به د روغتیایي او ټولنیزو ناورینونو له سختو خطرونو سره مخ شي

د چاپېریال چارو شنونکي هم وایي چې د افغانستان ډېری ښارونه د فاضله اوبو د مدیریت، د کثافاتو د منظم سیستم او د ښاري پلان جوړونې له نشتوالي سره مخ دي. د هغوی په باور، که حکومت، نړیوال بنسټونه او مدني ټولنه ګډ کار ونه کړي، دا ستونزې به د خلکو د ژوند پر هر اړخ ناوړه اغېزه وکړي

دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د اقلیم بدلون، وچکالۍ او د طبیعي منابعو ناسم استعمال د افغانستان ډېری برخې له چاپېریالي او روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto