news اخبار فوری
clock

واشنګټن – د امریکا ډونالډ ټرمپ: جو بایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو ناکام ولسمشر دی

واشنګټن – د امریکا    ډونالډ ټرمپ: جو بایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو ناکام ولسمشر دی

واشنګټن – د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر  ولسمشر جو بایډن سختې نیوکې کړې او هغه یې د امریکا د تاریخ تر ټولو “ناکام، بې‌وسه او بې‌کفایته” مشر بللی دی

ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې «Truth Social» له لارې لیکلي چې د بایډن حکومت د امریکا اقتصاد له زوال سره مخ کړی، د خلکو ژوند یې له ستونزو ډک کړی او هېواد یې د نړیوالو سیالیو په ډګر کې کمزوری کړی دی

 د بایډن د ناسم سیاست له امله امریکا د خپل تاریخ تر ټولو لوړې انفلاسیون، د ډالر د کمزورۍ او د نړیوالو بحرانونو د غلط مدیریت شاهد ده. دا حکومت امریکا د نابودۍ پر لور بیایی

ټرمپ د افغانستان له بې‌نظم وتلو او د روسیې د برید پر وړاندې د بایډن د کمزوري غبرګون یادونه وکړه او دا یې د هغه د ناکامو پرېکړو څرګندې بېلګې وبللې

:هغه زیاته کړه

د بایډن حکومت نه یوازې د امریکا اقتصادي بنسټونه کمزوري کړي، بلکې زموږ نړیوال اعتبار یې هم له منځه وړی. د هغه هره پرېکړه د ناکامۍ بوی لري

سیاسي شنونکي وايي، د ټرمپ دا توندې څرګندونې د راتلونکو ۲۰۲۴م کال ولسمشرۍ ټاکنو د سیالۍ برخه ده، او نوموړی هڅه کوي د بایډن د حکومت پر ضد د خلکو احساسات راوپاروي

د امریکا د سیاسي فضا څارونکي زیاتوي چې د دواړو مشرانو ترمنځ لفظي جګړه ورځ تر بلې توده کېږي، او تمه ده د ټاکنو تر نېټې پورې لا هم شدیده شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto