news اخبار فوری
clock

په کابل کې د ۱۵۰۰ بزګرانو لپاره د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو

په کابل کې د ۱۵۰۰ بزګرانو لپاره د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې په کابل ولایت کې د خزاني کروندو لپاره د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش کمپاین په رسمي ډول پیل شوی دی

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې پروګرام څخه به ۱۵۰۰ مخکښ او فعال بزګران ګټه واخلي، څو وکولای شي د غنمو حاصل لوړ، د تولید کیفیت ښه او د کرنیز سکتور موثریت زیات کړي

د کرنې وزارت مسؤلین وايي، دا اصلاح شوي تخمونه د افغانستان د اقلیم او خاورې له شرایطو سره ښه سمون لري او د ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري. همدارنګه، بزګرانو ته به د سرو د سم استعمال او د عصري کرنیزو طریقو په اړه روزنیز پروګرامونه هم ورکړل شي

د چارواکو په وینا، د دې پروګرام اصلي موخه دا ده چې بزګران وهڅول شي، د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه شي او افغانستان ورو ورو د غنمو په برخه کې ځان بسیا کړي

شنونکي باور لري چې دا ډول نوښتونه نه‌یوازې د بزګرانو اقتصادي حالت ښه کوي، بلکې د هېواد د خوړو د خوندیتوب او اقتصادي ودې لپاره هم اغېزمن او هراړخیز اهمیت لري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto