اخبار جهان
په افغانستان کې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې پر چټک زیاتوالي اندېښنې؛ محصلین: دا ټیکنالوژي د زدهکړو نړۍ بدله کړې ده
په افغانستان کې د پوهنتونونو او علمي بنسټونو محصلین او استادان وایي چې د مصنوعي ځیرکتیا کارونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د زدهکړو بهیر یې په بېسارې ډول بدل کړی دی. د دوی په اند، دا نوې ټیکنالوژي د معلوماتو په ترلاسه کولو، څېړنو په اسانتیا، او د زدهکړو په کیفیت کې مهم رول لوبوي؛ خو که بېلابېاله او بېاصوله وکارول شي، د فکري وړتیاوو د کمزورۍ، د خلاقیت د لهمنځه تلو او د علمي شخصیت د خالي کېدو سبب کېدای شي.
د محصل ۹۰ سلنه علمي اړتیاوې پوره کوي. پخوا به موږ د یوې مقالې لپاره په کتابتونونو کې ساعتونه پلټنې کولې، خو اوس یو دقیق او باکیفیتهځواب په څو ثانیو کې ترلاسه کیږي
ده وویل چې مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړي ډول د ریاضیاتو حل، علمي راپورونو جوړولو، تخنیکي پروژو او څېړنو کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي دي او د دې ټیکنالوژۍ نشتوالی به د زدهکوونکو لپاره د جدي ستونزو لامل شي.
سره له دې ګټو، یو شمېر استادان د مصنوعي ځیرکتیا پر بېرویه استعمال جدي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د فکر ځواک، ذهني خلاقیت، تحلیلي مهارتونه او لیکنیزه وړتیا هغه بنسټیز ارزښتونه دي چې هېڅکله باید د ټیکنالوژۍ قرباني شي. یو تن استاد ټینګار کوي:
مصنوعي ځیرکتیا باید د فکر، زحمت او زدهکړې بدیل نه شي، بلکې د علم د لا ژورتیا او دقیقې څېړنې لپاره یوه مرسته کوونکې وسیله وي. علم یوازې معلومات نه، بلکې د فکر ځواک دی.
کارپوهان غوښتنه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې لپاره باید د مسوولیت، اخلاق او اکاډمیکو اصولو پر بنسټ واضح تګلارې جوړې شي، څو محصلین د چمتو او کاپي معلوماتو پر ځای د خپل فکر، تخلیق او نوښت خاوندان پاتې شي